Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
ځایي سرچینې وايي چې په نیمروز ولایت کې ۱۰ کیلوګرامه ښيښه، د نشهیي توکو د تولید یوه کارخونه او په غور کې څه باندې لس زره کیلوګرامه ومان کشف، ترلاسه او له منځه وړل شوي دي.
غور کې سوداګرې او متشبثې ښځې د خپل کاروبار له پیکه کېدو شکایت لري، له حکومت او مرستندویه موسسو غواړي چې له دوی ملاتړ وکړي او په دغه ولایت کې دې د کاروبار ځانګړی ځای ورته جوړ کړي.
د غور ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې د څه باندې اووه میلیون افغانیو په لګشت د یوه پله جوړولو چارې پیل شوې.
غور کې امنیتي سرچینې وايي، د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د نشهيي توکو د تولید ۲۳۴ کارخونې له منځه وړل شوې، زرګونه کیلوګرام نشهيي توکي کشف او ترلاسه شوي او په تړاو یې ۲۰۹ کسان نیول شوي دي.
غور کې ځينې ښځې وایي، د اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ له امله مجبورې دي څو د خپلو کورنیو اعاشې برابرولو لپاره شاقه کارونه وکړي چې له امله یې د ملا پر درد اخته شوې او د خپلې درملنې وس نه لري.
د غور امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په دولتاباد ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له مله یو کس مړ شوی دی.
غور کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په دولینه ولسوالۍ کې د یوه مسافر وړونکي موټر چپه کېدو له امله یو پنځه کلن ماشوم مړ او د یوې ښځې په ګډون درې کسان ټپیان شوي دي.
غور ولایت کې د وروستيو سېلابونو له امله زيانمنې شوې کورنۍ وايي، د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې یې ترلاسه کړې خو حکومت او مرستندويه ادارې باید د سرپناه برابرولو برخه کې مرسته ورسره وکړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د وضعیت څېړنې او د وروستیو سېلابو له زیانمنو سره د مرستې لپاره غور ولایت ته سفر کړی او ټاکل شوې د دغه ولایت له سېلابځپلو او بېلابېلو قشرونو سره لیدنې او خبرې اترې وکړي.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي، له کابله دغه ولایت ته د جام مناز وضعیت ارزونې په موخه د راغلي پلاوي له څېړنو وروسته پرېکړه شوې چې ډېر ژر به د دغه منار د بیارغونې او تحکیم چارې پیل شي.
د غور امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په تېوره ولسوالي کې یوه زوم خپل خسر د چاقو په ګوزارونو وژلی دی.
د غور امنیه قومانداني خبر ورکوي چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د نشهیي توکو د تولید ۲۰ کارخونې یې لهمنځه وړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP