Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غور کې یو شمېر کروندګر د سړو خونو جوړېدو غوښتنه کوي

فېروزکوه (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۴): غور کې یو شمېر کروندګر وايي، د وچکالۍ او اوبو له کمښت سره سره توانېدلي چې د اصلاح شوو تخمونو او د کرنې له نویو طریقو په استفادې د خپلو کچالانو حاصلات زیات کړي. خو دوی دغه‌راز د سړو خونو او خپلو کرنیزو محصولاتو ته د مناسب بازار له نشتوالي شکایت لري او په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه کوي.

۳۵ کلن بزګر غلام‌سرور چې خپل ډېر ژوند یې په کرنه کې تېره کړی وايي، سږکال یې په خپله ډېره ځمکه کې کچالو کرلي او توانېدلی چې د تېرو کلونو په پرتله، ډېر او ښه کیفیت‌لرونکي حاصلات ترلاسه کړي.

هغه د خپلو کچالانو د حاصلاتو زیاتوالی د اصلاح شوو تخمونو له امله بولي او وايي: «که څه هم سږکال وچکالي وه او موږ د اوبو له کمښت سره مخ وو، خړو د مناسبو کرنیزو لارو چارو یعنې د څاڅکي اوبو لګولو سیسټم په کارولو مو وکولای شو غوره او ښه کیفیت‌لرونکي حاصلات ترلاسه کړو.»

هغه زیاته کړه چې سږ کال کچالان ښه کیفیت لري او تراوسه یې له پنځه زره منه ډېر کچالان د فیروزکوه او هرات بازارونو ته لیږدولي دي چې ښه عاید یې ترې ترلاسه کړی دی، په داسې حال کې چې په تېرو کلونو کې یې له دې اندازې کم حاصلات ترلاسه کړي دي.

د دغه ولایت ځینې نور بزګران د سړو خونو او مناسب بازار له نشتوالي اندېښمن دي او وايي چې د کرنیزو محصولاتو د ساتلو د امکاناتو نشتوالي له امله اړ دي چې خپل محصولات په ټیټه بیه وپلوري.

د دغه ولایت د دولت‌یار ولسوالۍ یو بل بزګر محمداسماعیل هم د خپلو حاصلاتو د زیاتوالي خبره کوي خو وايي: «زموږ ستونزه د خرڅلاو ده. که حکومت یا بنسټونه له موږ سره د هغه په ساتلو او پلورلو کې مرسته وکړي، نو ټول بزګران هڅول کېږي څو ډېر کښت وکړي او غوره حاصلات ترلاسه کړي.»

هغه هم د خپلو حاصلاتو زیاتوالي لامل د څاڅکي اوبو لګولو سیسټم او اصلاح شوو تخمونو کارول بولي.

په همدې حال کې، د لعل او سر جنګل ولسوالۍ یوه بل بزګر حسین بخش رضايي وویل: «سږ کال د تېرو کلونو په پرتله د کچالانو حاصلات ښه او کیفیت یې هم لوړ دی. که حکومت له موږ سره د سرې، اصلاح شوو تخمونو او کرنیزو وسایلو په برخه کې مرسته وکړي، زموږ تولید به څو برابره زیات شي.»‎

هغه دغه‌راز له حکومت او د کرنې برخې له همکارو ادارو وغوښتل چې بزګرانو ته د خپلو محصولاتو د پلورلو زمینه برابره کړي څو دوی وکولای شي خپل حاصلات نورو لایتونو ته صادر او ښه عاید ترلاسه کړي.

د هغه په ​​خبره، که سړې خونې  جوړې شي نو بزګران به وکولای شي خپل کرنیز محصولات د ډېر وخت لپاره وساتي.‎

بلخوا، د غور د کرنې ریاست مسوولین هم تاییدوي چې د سړو خونو او مناسب بازار نشتوالی د دغه ولایت د کرنې سکټور له لویو ستونزو دي.

د غور د کرنې ریاست مطبوعاتي مسوول ضیاءالحق جویا پژواک خبري اژانس ته وویل، هڅه کوي چې د همکارو ادارو په مرسته د بزګرانو کرنیزو محصولاتو ته د بازارموندنې او صادراتو زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړه: «له نېکه‌مرغه سږ کال د کچالانو حاصلات ښه وو او بزګران ترې خوښ دي،  که څه هم د محصولاتو په ساتلو او پلور کې ستونزې شته، خو موږ بیا هم هڅه کوو چې د ملي او نړۍوالو موسسو او د کرنې وزارت په همکارۍ دغه ستونزه حل کړو.»

هغه وايي چې کرنه او مالداري په غور کې د کورني اقتصاد بنسټ تشکیلوي؛ د دغه ولایت شاوخوا ۸۵ سلنه اوسېدونکي پر کرنه بوخت دي او خپل لګښتونه له همدې لارې پوره کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.