Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د عزیزي بنسټ افغانستان کې د سرطاني ناروغیو درملنې ۴۰۰ بستریز روغتون، د مور او ماشو خوندیتوب ۲۰۰ بستریز زېږنتون، معیاري ښوونځیو، د نرسېنګ انسټېټیوټ او طبي پوهنتون جوړولو او ۲۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید برخو کې ۱۰،۵ میلیارد ډالره پانګونه کوي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له دوو موسسو سره د څه باندې یو میلیون او ۷۳۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ دوه هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د پاکستان له بندخونو ۶۹ افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست کابل کې د چین له سفیر سره په لیدنه کې د ساري ناروغیو پېښو ته د رسېدنې په موخه د وسایلو، درملو او واکسین برابرولو برخو کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د کډوالو له کوربه هېوادونو غوښتي چې له افغانانو سره ښه چلند وکړي او د هغوی پر وړاندې له تاوتریخوالي او زور زیاتي لاس واخلي.
له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې د افغانستان لپاره د ناروې له کمېټې سره د ۷۰۹ زره او ۷۱۵ امریکايي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د ایران له سفیر سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د راپورونو له مخې، د کاناډا د ټورنټو هوايي ډګر کې یوه الوتکه د ناستې پر مهال لوېدلې چې له امله یې ۱۸ کسان ټپیان شوي دي.
له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې د ماین پاکۍ له یوې موسسې سره د څه باندې یو میلیون او ۲۲۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د پاکستان له بندخونو ۲۶ افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ډنمارک د کډوالۍ له ټولنې سره د څه باندې یو میلیون او ۱۵۶ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د راپورونو له مخې، د هند پلازمېنه نوي ډيلي کې د رېلګاډي یوه تمځای کې د ډېرې ګڼېګوڼې له امله لږ تر لږه ۱۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP