Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ریاستالوزراء سياسي مرستيال وايي، اسلامي امارت د فقر کچې ټیټولو لپاره هڅې پیل کړې او په نږدې کلونو کې به د افغانستان ملي اقتصاد لا ډېر پیاوړی شي.
د عامې روغتیا وزارت په ۱۱ ولایتونو کې د ماشومانو ګوزڼ (پولیو) ضد واکسین درې ورځني فرعي کمپاین د پیل خبر ورکړ چې په ترڅ کې به یې ۴،۸ میلیون ماشومان واکسین شي.
کابل کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د څرخي پله د فني او حرفوي زدهکړو په مرکز کې له نشهیي توکو رغېدلو څه باندې ۵۰۰ کسانو ته د فني او حرفي زدهکړو پروګرام پیل شو.
د افغانستان د عدلیې وزارت وايي، د دولتي ځمکو د اجارې قانون د اسلامي امارت مشرتابه له لوري له توشېح وروسته په رسمي جریده کې خپور شو.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، زابل او پکتیکا کې د څه باندې ۱۲،۸ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو درې شبکې جوړې او کندهار کې د څه باندې ۴،۵ میلیون افغانیو په لګښت د دوو پراختیايي پروژو چارې پيل شوې.
د ا.ا چارواکو کابل کې یوه غونډه کې د رسنیو پر ملاتړ او پیاوړتیا ټینګار وکړ او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وویل چې «حکومت باید رسنیو ته په وړو، وړو شیانو ستونزې جوړې نه کړي.»
د اوبو او برېښنا وزارت وايي، د روان لمریز کال په اوږدو کې په میدانوردګو ولایت کې د نږدې ۶۳ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو مهارولو ۱۵ پروژې پلې شوې دي.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې له ازبکستان سره یې د وارداتي برېښنا تړون د ۲۰۲۵ زېږدیز کال لپاره تمدید کړ.
د افغانستان بانک وایي چې د ۸۴۰ میلیونه او ۶۵۰ زره افغانیو په ارزښت زاړه او له کاره لوېدلي بانکنوټونه یې سوځولي دي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وايي چې په پکتیکا ولایت کې د څه باندې ۲۱ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو د اوو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال وايي چې له رسنیو سره دې اطلاعاتو ته د لاسرسي او د نورو ستونزو د حل برخه کې همکاري وشي.
د ا.ا مشرتابه د چارو ادارې ریاست د سرپرست په مشرۍ پلاوي ته دنده سپارلې څو په افغانستان کې هغه ناسم دودونه تثبیت کړي چې هم د شریعت له مخې ناروا دي او هم یې خلک له امله ډېرو لګښتونو ته اړ کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP