Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کابل ښاروالي وايي چې د ښار پنځمه ناحیه کې د ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت د فرعي سړکونو د څلورو پروژو چارې بشپړې شوې.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي، تعلیم د یوه هېواد د پرمختګ مهمه وسيله او د اوسني عصر اړتيا ده، په همدې اساس اسلامي امارت د اسلامي شريعت په اډانه کې د دیني او عصري علومو پراختیا او پیاوړتیا ته ژمن دی.
د افغانستان بانک لومړی مرستیال وايي، په بانکي سکټور کې غیرشرعي معاملې ختمې شوې او اوسمهال ټول بانکي معاملات د حنفي فقهې په رڼا کې له سود پرته ترسره کېږي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې اسلامي امارت په غزه کې د کمال عُدوان پر ملکي روغتون بريدونه غندي او د نړۍ او سيمې پر بانفوذه هېوادونو غږ کوي چې د دغو وحشتونو مخنیوي ته دايمي حللار پیدا کړي.
د اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون ناسته کې ټینګار شوی چې افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه د خپلو خلکو او خاورې ساتنې مسوولیت او د دفاع مشروع حق لري او اسلامي امارت په سیمه کې د ثبات او نظم غوښتونکی دی.
د افغانستان دفاع وزارت وایي، د هېواد د جنوبختيځ له استقامته د فرضي کرښې بلې خوا ته پر ځینو هغو پټنځایونو او مرکزونو انتقامي بریدونه شوي له کومو چې په افغانستان کې بریدونو تنظيمېدل.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د شېخ زاهد روغتون ته څېرمه په سړک چاودنه شوې چې له امله یې څلور تنه عام هېوادوال سرسري ټپیان شوي دي.
د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه کې د منرالونو د اولویتبندۍ سند، د ستر مقیاس معدني موادو د پروسس طرحه او د کمالخان بند د دویم فاز د امکان سنجۍ په تړاو د ټاکل شوې کمېټې راپور تایید شول.
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت وايي، فراه ولایت کې د «کج صمد» د اوبو ستر بند د تحقيقاتو چارې پیل شوې چې پر جوړولو به یې دوه میلیارده افغانۍ ولګول شي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، کندز کې د شپږ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو او هلمند کې د څه باندې ۵،۹ میلیون افغانیو په لګښت د څو پراختیايي پروژو چارې پيل شوې.
د ټولګټو وزارت په تېره یوه میاشت کې د افغانستان د څلورو بندرونو اوسپنې پټلیو له لارې د ۴۵۲ زره او ۱۳۲ مټریک ټنه توکو د انتقالاتو خبر ورکوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د سعودي عربستان سفارت له پرانیستلو د هرکلي ترڅنګ ویلي، دا چاره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې او همکارۍ پراخې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP