د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست بدخشان ولایت ته د د خپل سفر په ترڅ کې د کاني توکو د قاچاق پر مخنیوي د ټینګار ترڅنګ ویلي چې هېچاته به په غیرقانوني توګه د کانونو د کېندلو اجازه ور نه کړي.
کابل کې د قطر سفارت سلاکار وايي، هېواد یې چمتو دی چې د دوه اړخيزه تړون په رڼا کې د افغانستان د ګڼو کلتوري او تاریخي ابداتو او مرکزونو په پیاوړتیا او جوړونه کې مهم رول ولري.
د اوبو او انرژۍ وزارت د کاپیسا د باغدرې بند د امکانسنجۍ، جیوفزیک او جیوتخنیک د مطالعاتو په موخه د مس عینک له قراردادي شرکت «امسيسي» سره هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، د کاپ په نړۍوال کنفرانس کې ژمنه وشوه چې تر ۲۰۳۵ کاله، هر کال د اقلیم له پلوه له زیانمن شوو هېوادونو سره ۳۰۰ میلیارده ډالره مرسته کېږي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال وايي، خلکو ته د معیاري تولیداتو او وارداتو وړاندې کولو لپاره اړینه ده چې سټنډرډونه جوړ او تطبیق شي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان ته د روسیې وروستي پلاوي سفر به د هغه هېواد د ممنوعه ډلو له لېسته د «طالبانو تحریک» نوم لرې کولو او د اسلامي امارت او روسیې ترمنځ د سیاسي اړیکو لا پراختيا ته زمينه برابره کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه کې په بغلان ولایت کې د تیرپارک او په مزارشریف ښار کې د یوه سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحو ته د تایید نظر ورکړل شو.
د چاپېریالساتنې ملي ادارې په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ۲۶ زره وحشي ژوو د ښکار مخنیوی کړی چې په تړاو یې ۷۱ کسان نیول شوي.
د روسیې د ملي امنیت شورا عمومي منشي ویلي هېواد یې هڅه کوي چې افغانستان په شانګهای سازمان کې د ناظر غړي په توګه خپله څوکۍ بېرته ترلاسه کړي او دغهراز ډېر ژر به د افغانستان او روسیې ګډ سوداګریز فورم هم پرانیستل شي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره په ليدنه کې ویلي چې افغانستان د سیمې امنیت او سولې ته ژمن دی.
د روسیې د ملي امنیت شورا عمومي منشي د ریاستالوزراء له اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه به په نږدې وخت د اسلامي امارت نوم د روسیې له تور نوملړه لرې کړي.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې له تاجکستان سره یې د وارداتي برېښنا تړون د ۲۰۲۵ زېږدیز کال لپاره تمدید کړ.