د زونونو په کچه د «میرویس نیکه» په نوم د کرکټ درې ورځنۍ سیالۍ نن په کندهار او هلمند ولایتونو کې پیل شوې.
ټولګټو وزارت وایي تېرو دوو اونیو کې د افغانستان د څلورو بندرونو د اوسپنې پټلیو له لارې ۱۲۸ زره او ۸۱۴ مټریک ټنه توکي انتقال شوي دي.
د افغانستان له ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ ملي لوبډلې د درېیو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې په خپله دویمه لوبه کې هم نیپال لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت سلاکار کابل کې د کډوالو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې ایران کې اوسمهال اته میلیونه افغان کډوال ژوند کوي، خو ایا د دغه ایراني میلمه څرګندونې دقیقې دي، که نه؟
د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو په لړ کې خپله درېیمه لوبه اندونیزیا ته وبایله او په دغو سیالیو کې له مخکې تګه پاتې شوه.
په کابل کې د اسلامي همکاریو د سازمان مرستیال د افغانستان فوټبال فدراسیون له رییس سره په لیدنه کې افغانستان کې د ورزش د ودې او پرمختګ لپاره د همکاریو ډاډ ورکړی دی.
د کابل د پغمان ولسوالۍ په ارغندي سیمه کې پر ۹۱۴ جریبه ځمکه نن د یوه ترانسپورټي ترمنیل د جوړېدو چارې پيل شوې چې یو میلیارد او ۲۸۵ میلیونه افغانیو لګښت ورباندې کېږي.
ټاکل شوې د هند کرکټ غورهليګ (ایپياېل) شل اووریزې سوداګریزې سیالۍ د اوو افغان لوبغاړو په ګډون نن پیل شي.
د افغانستان د والیبال فدراسیون وایي چې په راتلونکې غویي میاشت کې په کابل کې د والیبال غوره لیګ څلورم پړاو سیالۍ پیلوي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، په تېره سلواغه میاشت کې د څه باندې ۱۴۴ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي چې د مرغومي میاشتې د صادراتو په نسبت ۱۸ میلیونه ډالر کموالی ښیي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، د هېواد ساحلي فوټبال ملي لوبډله سعودي عربستان ته له ماتې ورکولو وروسته، نن د جاپان له لوبډلې سره خپله دویمه دوستانه لوبه ترسره کوي.
ستره محکمه وايي چې د کاپیسا په دویمه حصه ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون شپږو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.