Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې راتلونکې میاشت د والیبال غوره‌ لیګ څلورم پړاو سیالۍ پیلېږي

کابل (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۳): د افغانستان د والیبال فدراسیون وایي چې په راتلونکې غویي میاشت کې په کابل کې د والیبال غوره ‌لیګ څلورم پړاو سیالۍ پیلوي.

د افغانستان د والیبال فدراسیون نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د والیبال غوره ‌لیګ څلورم پړاو سیالۍ د ۱۴۰۴ کال په غويي میاشت کې په کابل کې پیلېږي.

ورته مهال، د افغانستان د والیبال فدراسیون اداري مرستیال محمدعارف پیمان نن پژواک خبري اژانس ته وویل، د والیبال غوره ‌لیګ څلورم پړاو سیالیو د پیل دقیقه نېټه تر اوسه معلومه نه‌ ده خو زیاته یې کړه چې د راتلونکې غويي میاشتې په نیمایې کې به ترسره شي.

هغه زیاته کړه، په دغو سیالیو کې د ګډون‌کوونکو لوبډلو شمېر لا وروستی شوی نه ‌دی خو تېر کال په دغو سیالیو کې د کابل په ګډون د هېواد له بېلابېلو ولایتونو اتو لوبډلو ګډون کړی و.

د یادونې ده، د والیبال غوره ‌لیګ سیالیو درېیم پړاو د تېر ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ میاشت کې د اتو لوبډلو ترمنځ ترسره شو چې  اتلولي یې د ام‌البلاد لوبډلې وګټله.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.