ټاکل شوې د هند کرکټ غورهليګ (ایپياېل) شل اووریزې سوداګریزې سیالۍ د اوو افغان لوبغاړو په ګډون نن پیل شي.
د افغانستان د والیبال فدراسیون وایي چې په راتلونکې غویي میاشت کې په کابل کې د والیبال غوره لیګ څلورم پړاو سیالۍ پیلوي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، په تېره سلواغه میاشت کې د څه باندې ۱۴۴ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي چې د مرغومي میاشتې د صادراتو په نسبت ۱۸ میلیونه ډالر کموالی ښیي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، د هېواد ساحلي فوټبال ملي لوبډله سعودي عربستان ته له ماتې ورکولو وروسته، نن د جاپان له لوبډلې سره خپله دویمه دوستانه لوبه ترسره کوي.
ستره محکمه وايي چې د کاپیسا په دویمه حصه ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون شپږو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه نن سهار ټایلینډ ته ولاړه.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن د برازیل څلور اړخیزو سیالیو کې د درېیم مقام ترلاسه کولو په موخه له ګرینلنډ سره لوبه کوي.
ټاکل شوې نن په متحده عربي اماراتو کې د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) سیالیو پایلوبه د نیوزلېنډ او هندوستان کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي، د یمن د تعز ولایت په ذباب ساحل کې د دوو کښتیو د ډوبېدو له امله ۱۸۱ کسان په اوبو کې لادرکه شوي دي.
د حج او اوقافو وزارت سرپرست نن کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې سږ کال به له ټول هېواد څخه ۳۰ زره کسان د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته سفر وکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ ملي لوبډله په راتلونکې اپرېل میاشت کې له نیپال سره درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کوي.
د افغانستان د المپیک ملي کمېټې نن د ملي لوبډلو لوبغاړو ته د عصریې وېشلو لړۍ پیل کړه چې په ترڅ کې یې هر ورزشکار ته د سږ کال ۱۳۲۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.