کابل (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۳): د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي، د یمن د تعز ولایت په ذباب ساحل کې د دوو کښتیو ډوبېدو له امله ۱۸۱ کسان نادرکه شوي دي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) پرون په یوه راپور کې ویلي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د یمن د تعز ولایت د ذباب ساحل په اوږدو کې دوه کښتۍ چې ۱۸۱ کډوال یې لېږدول، ډوبې شوې دي.
راپور کې ویل شوي، په دغو دواړو کښتیو کې ۱۲۴ نارینه او ۵۷ ښځې لېږدول کېدل چې یوازې د عملې دوه غړې یې ژغورل شوې او وېره شته چې پاتې نور ټول کسان به مړه شوي وي.
د کډوالۍ سازمان زیاته کړې، یادې کښتۍ د اوبو د لوړو څپو او بادونو له امله ډوبې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP