کابل (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۳): ټاکل شوې نن په متحده عربي اماراتو کې د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) سیالیو پایلوبه د نیوزلېنډ او هندوستان کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
د اتو لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام سیالۍ د فبرورۍ په ۱۹مه په پاکستان او متحده عربي اماراتو کې پیل شوې چې د افغانستان په ګډون د پاکستان، بنګلهدېش، انګلستان، اسټرالیا، سوېلي افریقا، نیوزلېنډ او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو په کې برخه درلوده.
په دغو سیالیو کې هند او نیوزلېنډ لوبډلو وکولی شول پایلوبې ته لار پیدا کړي او ټاکل شوې نن به د دواړو لوبډلو ترمنځ دغه لوبه د متحده عربي اماراتو په دوبی ښار کې ترسره شي.
د هند او نیوزلېنډ لوبډلو ترمنځ سیالي د افغانستان په وخت د ماسپښین په یوه نیمه بجه ترسره کېږي.
د یادونې ده، په دغو سیالیو کې افغانستان درې لوبې ترسره کړې چې لومړۍ لوبه یې سوېلي افریقا ته وبایلله، په دویمه لوبه کې یې انګلستان ته ماتې ورکړه او درېیمه لوبه یې له اسټرالیا سره د باران له امله بېپایلې شوه چې دواړو لوبډلو ته یوه ـ یوه نمره ورکړل شوه او په دغو سیالیو کې افغان لوبډلې پنځم ځای خپل کړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP