کابل (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ ملي لوبډله په راتلونکې اپرېل میاشت کې له نیپال سره درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې راغلي، افغان ۱۹ کلنو کمعمره ملي لوبډله به د روانې مارچ میاشتې په وروستیو کې نیپال ته سفر وکړي، څو د کوربه هېواد له ۱۹ کلنې لوبډلې سره درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.
سرچینې ویلي، افغان لوبډله به له نیپال سره لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د راتلونکې اپرېل میاشتې په درېیمه، دویمه لوبه به د اپرېل په شپږمه او درې لوبه بیا د همدې میاشتې په نهمه نېټه ترسره کړي.
خبرپاڼه کې راغلي، له یادو سیالیو وروسته به افغان لوبډله د ۱۹ کلنو نړۍوال جام ته د غوراوي پړاو سیالیو کې هم ګډون وکړي چې د راتلونکې اپرېل میاشتې په ۱۲مه نېټه به په نیپال کې پیل شي.
د کرکټ بورډ په خبره، افغان لوبډلې د خپلو راتلونکو نړۍوالو سیالیو لپاره د غوره چمتووالي په موخه لومړی تمریناتي کمپ په ننګرهار ولایت کې ترسره کړ، ۳۰ لوبغاړو په کې ګډون درلود چې ۱۹ غوره لوبغاړي ترې وټاکل شول.
سرچینې زیاته کړې، یادو ۱۹ لوبغاړو بیا تېره میاشت په خوست ولایت کې دویم پړاو یو میاشتني تمریناتي کمپ کې ګډون وکړ چې په دغه موده کې لوبغاړو د مجربو روزونکو تر څار لاندې د لوبې په ټولو برخو کې غوره تمرینات ترسره کړل.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله به د روانې روژې میاشتې په اوږدو کې یو بل لس ورځنی تمریناتي کمپ هم ترسره کړي چې په ترڅ کې به یې وروستي ۱۵ غوره لوبغاړي لوبډلې ته وټاکل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP