د افغانستان د فوټبال له شلو کلونو کمعمره ملي لوبډله د اسیا ملتونو جام غوراوي سیالیو په لړ کې نن له فلسطین سره لوبه کوي.
د راپورونو له مخې، په شمالي وزیرستان کې د یوې چورلکې غورځېدو پېښه کې شپږ کسان مړه شوي او ۸ نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا د صوابۍ سیمې د پولیسو په یوه مرکز کې دننه چاودنه شوې چې له امله یې یو کس وژل شوی او ۲۵ نور ټپیان دي.
امریکا د ایران د سپاه پاسدارانو د یوه غړي شهرام پورصفي په تړاو د داسې معلوماتو په بدل کې چې د هغه نیولو ته لار هواره کړي، ۲۰ میلیونه ډالر جایزه اعلان کړې ده.
د عامې روغتیا وزارت وایي، د کونړ ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت یو روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پوهنې وزارت وایي، د غزني ولایت د جاغوري، مالستان او اجرستان ولسوالیو اوسېدونکو د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې د پوهنې له برخې سره ۲۰ میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.
د اسلامي امارت مشرتابه وایي چې له قضایي چارو سره شریعت تړلی، هر څومره چې قضایي چارې ښې او پر وخت ترسره شي او د خلکو ستونزې حل شي، په هماغه اندازه شرعي نظام تقویه کېږي.
کابل (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۳): د کرکټ نړۍوالې شورا د یو ورځنیو لوبو په نړۍواله درجهبندۍ کې راشدخان د توپاچونې برخه کې درېیم ځای خپل
د افغانستان لپاره د یونیسف سازمان مسوولین وایي چې د روغتیایي خدمتونو د لا ښه والي لپاره به د افغانستان د عامې روغتیا له وزارت سره په ګډه کار وکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د کرکټ ملي لوبډلې ورو توپاچوونکی مجیب ځدراڼ د لا ښې درملنې په موخه نن هند ته ولېږل شو.
د خیبر پښتونخوا په سوات سیمه کې د یو شمېر بهرنیو هېوادونو سفیرانو د موټرو کاروان ته نږدې چاودنه شوې چې په کې یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
د افغانستان د جودو فدراسیون وایي چې افغان ورزشکارانو په ایران کې درې د سرو زرو، درې د نقري او درې د برنزو مډالونه ګټلي دي.