د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رییس د ږيرې پر پرېښودو او د حضرت محمد (ص) په سیرت او صورت د ځانونو پر برابرولو ټینګار کوي، وایي، هیچا ته اجازه نشته چې رسنیو کې په اسلامي امارت پسې وغږيږي.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر په قطر کې د جایکا ادارې له مسوول، د هالنډ او فرانسې له شارژدافیرانو سره لیدلي او غوښتي یې دي چې د افغانستان د روغتیا له برخې سره دې مرسته او همکاري وشي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۵۰۰۰ کډوال په زور او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.