غزني کې ۶۸ نوي ځوانان چې ځیني یې په جبري ډول له ایران څخه را ایستل شوي وو، د کار او ټولنیزو چارو ریاست د حرفوي زدهکړو له شپږ میاشتني پروګرامه فارغ او د کار وسایل ورکړل شول.
د غزني ولایت په مرکز کې د ۱۲۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت پر نشهيي توکو د روږدو ښځو د درملنې یو ځانګړی ۲۰ بستریز روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د غزني د لرو پرتو ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي چې په سیمو کې یې نږدې روغتيايي مرکزونه نشته او که وي هم د نسايي ولادي څانګې نه لري چې له امله یې له ستونزو سره مخ دي او له حکومته غواړي څو د دوی دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.
میدانوردګو کې سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې د یوه پخواني ماین چاودنې له امله یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي چې په تېر یوه کال کې دغه ولایت ته شاوخوا ۳۰ زره کورني او بهرني سیلانیان ورغلي او له لرغونو سیمو یې لیدنه کړې ده.
د میدان وردګو امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان دي.
غزني کې د مرکز او ولسوالیو د شپږو لوبډلو ترمنځ د کرکټ لساووریزه رمضان جام سیالۍ چې د کرکټ امریت له لوري پیل شوې وې، نن د «وفا ټایګر» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د غزني او پکتیکا ولایتونو د مېشتو عليزو او بدینخېلو قومونو ترمنځ ۱۳ کلنه دښمني د سیمهییزو مسؤلینو، علماوو او قومی مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کب ۲۷مې، په افغانستان کې د خبریال د ملي ورځې په مناسب له خبریالانو سره غونډه وشوه.
سیمهییز مسوولین وايي چې د څه باندې ۳۰ میلیون افغانیو په ارزښت د لوګر ولایت د لوړو زدهکړو موسسې اړوند د درېیو رغنیزو پروژو او د غزني ولایت مقر ولسوالۍ کې د څښاک پاکو اوبو رسولو یوې شبکې چارې پیل شوې.
میدانوردګو کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د یوه سړی مړی له یو میل وسلې سره موندل شوی دی.
د غزني امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت له مرکز او یو شمېر ولسوالیو څخه ۲۳۰ روږدي کسان راټول او د درملنې لپاره ۵۰۰ بستریز روغتون ته لېږدول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP