د غزني سیمهییز مسولین وایي، تېره ورځ مقر ولسوالۍ کې د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب د دوو کورنيو ترمنځ څلور کلنه دښمني پای ته ورسېده.
د غزني په واغظ ولسوالۍ کې د درېیو ولسوالیو د یوولسو لوبډلو ترمنځ د نیزهوهنې سیالۍ د حاجي احمدشاه لوبډلې به بریا سره پای ته ورسېدې.
غزني کې سیمهییز مسوولین وایي چې تېره شپه د دغه ولایت په دهیک ولسوالي کې د کوچیانو یوې کېږدۍ کې د اورلګېدنې له امله یوه کوچنۍ نجلۍ مړه شوې ده.
د غزني سیمهییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د شاوخوا پنځه لکه امریکايي ډالرو په ارزښت د ۵۰ سړو خونو او ممیز خونو جوړولو چارې پیل شوې دي.
غزني کې د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایې، د رزمي ورزشونو «هوشارافو» سبک دوه ورځنۍ سیالۍ چې د شپږو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د دغه ولایت په ورزشي جمنازیوم کې پيل شوې وې، پای ته ورسېدې.
غزني کې د برېښنا ریاست ته د نوې ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې
د غزني ښار درېیمه ناحیه کې نن د دوو سړکونو د جوړېدو چارې پيل شوې چې ۱۲۰۰ متره اوږدوالی لري او څه باندې ۱۶ میلیونه افغانۍ لګښت به ورباندې وشي.
د غزني د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، د جاغوري ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د هغه کس جسد پیدا کړی چې یوه اونۍ مخکې نادرکه شوی و.
د غزني یو شمېر اوسېدونکي له حکومته غواړي څو د دغه ولایت د حوزوي روغتون د ودانۍ جوړولو چارې چې له کلونو راهیسې نیمګړې پاتې دي، بشپړې کړي.
د غزني د کرنې، اوبو لګولو او مالداري ریاست مسوولین وايي، د افغانستان د بیارغونې کمېټې (ANRCC) له خوا د دغه ولایت په مرکز، دهیک او اندړو ولسوالیو کې د ۳۰ معیاري کشمشخونو د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د مرکز مربوطاتو کې یې د انسان د سر وېښتانو پېرلو په تور د ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان نیولي دي.
د میدانوردګو ولایت امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت سیداباد ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله اوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او لس نور ټپیان دي.