د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د مرکز مربوطاتو کې یې د انسان د سر وېښتانو پېرلو په تور د ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان نیولي دي.
د میدانوردګو ولایت امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت سیداباد ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله اوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او لس نور ټپیان دي.
مسوولین وايي، نن یې د غزني ښار په بېلابېلو سیمو کې د ۴۰ میلیونه افغانيو په لګښت د یو شمېر پروژو رغنیزې چارې پیل کړې.
د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ اړوند «ځیرک» سیمه کې د خلکو په ۱۳ میلیونه افغانیو شخصي لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
غزني ته له پاکستانه یو شمېر تازه راستنې شوې کورنۍ وايي، له دغه هېواده په داسې جبر را وایستل شول چې له کاروبارونو نیولې بیا د کور تر سامانونو هر څه ترې پاتې شول.
د غزني د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په ځینو سیمو کې سلګونه داسې کورنۍ لا هم شته چې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ (پولیو) ضد واکسین له ورکولو ډډه کوي.
غزني کې سیمهییزمسوولین وایي چې د دغه ولایت ناور ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو تنو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د میدانوردګو سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې دوو ماشومان د اوبو په حوض کې د لوېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
د غزني د بدني روزنې او ورزش ادارې مسوولین وایي، غزني ښار کې د ولایت په کچه د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې.
غزني کې ۶۸ نوي ځوانان چې ځیني یې په جبري ډول له ایران څخه را ایستل شوي وو، د کار او ټولنیزو چارو ریاست د حرفوي زدهکړو له شپږ میاشتني پروګرامه فارغ او د کار وسایل ورکړل شول.
د غزني ولایت په مرکز کې د ۱۲۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت پر نشهيي توکو د روږدو ښځو د درملنې یو ځانګړی ۲۰ بستریز روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د غزني د لرو پرتو ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي چې په سیمو کې یې نږدې روغتيايي مرکزونه نشته او که وي هم د نسايي ولادي څانګې نه لري چې له امله یې له ستونزو سره مخ دي او له حکومته غواړي څو د دوی دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.