د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د خلکو په ۴۵ میلیونه افغانۍ لګښت یوه روغتیايي مرکز ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د اته میلیون افغانیو په لګښت دوو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د ميدانوردګو د ورزش برخې مسوولین وایي، د دغه ولایت د پهلوانۍ فدراسيون له لوري د ۶۰ لوبغاړو ترمنځ د پهلوانۍ د غوراوي سيالۍ پيل شوې.
د غزني سېمهییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په دهیک ولسوالۍ کې څاه ته لوېدلیماشوم ونه ژغورل شوه او څلور هغه نور کسان هم د ګاز نیونې له امله مړه شوي چې د دغه ماشوم د ژغورنۍ هڅه یېکوله.
د غزني روغتیايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د عامې روغتیا وزارت د یوه روغتیایي ټیم له لوري د لسګونو پرې شونډو ماشومانو وړیا درملنه پیل شوه.
سېمهییز چارواکي وایي، په غزني ولایت کې د تکواندو غوراوي ۱۹م پړاو سیالۍ د ۷۰ لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې.
د غزني سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د ۷.۵ میلیون افغانیو په لګښت د «کامل کانال» د جوړولو چارې پیل شوې چې په بشپړېدو سره به یې زر هکتاره ځمکه خړوبه شي.
د غزني ښاروالي وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت د دوو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
د غزني په مرکز کې د دوو قومونو ترمنځ یو کلنه دښمني د حکومتي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
غزني کې ورزشي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ۲۰ ولایتونو د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو دوه ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې.
د غزني په ناور ولسوالۍ کې د کوچیانو او هزاره قومونو ترمنځ اته کلنه دښمني د حکومتي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د غزني سېمهییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په زندان کې د بندیانو لپاره د اووه میلیون افغانیو په ارزښت د یوې ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې.