د غزني د قومونو او قبایلو چارو ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت د ناور ولسوالۍ په برکي سیمه کې د کوچیانو د لعلزو او عبدالوالو قومونو ترمنځ د څرځایونو پر سر رامنځته شوې شخړه هواره شوه.
په غزني ولایت کې د ۱۲ لوبډلو د ۱۴۴ لوبغاړو ترمنځ د نیزهوهنې سیالۍ ترسره شوې.
د غزني په ناور ولسوالۍ کې د کوچیانو او هزاره قومونو ترمنځ ۱۶ کلنه دښمني د سیمهییزو مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
په غزني کې د ۴۰ جوړو د واده ګډ مراسم ترسره شول چې د اړوندو کورنیو سلګونو نارینه او ښځینه خپلوانو په کې ګډون کړی و.
د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د خلکو له خوا د اووه میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د غزني والي وايي چې د دغه ولایت له دولتي پوهنتون څخه نوو فارغ شوو محصلینو ته په دولتي او غیردولتي ادارو کې کاري فرصتونه برابرېږي.
د غزني د بدني روزنې او ورزش مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د سلو ورزشکارانو ترمنځ د وشو یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
د غزني د مقر ولسوالۍ په عزت کلا سیمه کې د خلکو په شخصي لګښت د یوه منځني ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
د غزني سېمهییز چارواکي وایي، دغه ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د خلکو په شخصي لګښت د شپږ میلیون افغانیو په ارزښت د یوې دیني مدرسې د جوړولو چارې پيل شوې.
د غزني په دهیک ولسوالۍ کې د شدید باران او سېلابونو له امله د استوګنې کورونه، کارېزونه، لویې لارې، کرنیز فصلونه، پلګوټي او بڼونه له منځه تللي دي.
د غزني په جغتو ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله دوه ماشومان مړه شوي او د ښځو په ګډون اته کسان ټپیان دي.
د غزني په دهیک ولسوالۍ کې د سېلابونو راوتو له امله درې کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.