د غزني برېښنا ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په دولتي پوهنتون کې د ۱۲۵۰ کیلوولټ ظرفیت په لرلو سره د برېښنا یو ترانسفرمر ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
غزني کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليګ سيالۍ چې دوې میاشتي مخکې پیل شوې وې، نن د «کوچيانو کاروان» لوبډلې په بريا پاى ته ورسېدې.
د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی دی.
د غزني امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې یوه کس خپلې دوې ښځې وژلې او د درېیمې سترګې یې ړندې کړې دي.
په ننګرهار او غزني ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.
د غزني ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ یوه کلنه دښمني د قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د غزني امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې دوه کسان په دوو جلا پېښو کې وژل شوي دي.
د میدانوردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د موټر چپه کېدو له امله دوه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
د غزني ورزشي مسوولین وايي چې دغه ولایت کې د غوره لوبغاړو د غوراوي په موخه د ۴۵ لوبغاړو ترمنځ د کراټي سیالۍ ترسره شوې.
د غزني سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او اندړو ولسوالۍ کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله اووه کسان ټپيان شوي دي.
د غزني د ناوې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې په دې ولسوالۍ کې کارونه نشته او که ورته پیدا هم شي، د ټولې ورځې د کار بدل کې یوازې ۸۰ افغانۍ ترلاسه کوي.
په میدانوردګو او غزني ولایتونو کې پر دوو موټرو له پخوا پاتې ماینونو چاودنې کړې چې له امله یې یوه ښځه وژل شوې او شپږ نور کسان ټپيان شوي دي.