میدانښار، غزني (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۳): په میدانوردګو او غزني ولایتونو کې پر دوو موټرو له پخوا پاتې ماینونو چاودنې کړې چې له امله یې یوه ښځه وژل شوې او شپږ نور کسان ټپيان شوي دي.
د میدانورګو امنیې قوماندانۍ له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه شاوخوا لس بجې د دغه ولایت د سیداباد ولسوالۍ په ټوپ دښته کې پر یوه ۵۸۰ بس موټر له پخوا پاتې یوه ماین چاودنه کړې ده.
سرچینه زیاتوي، په دې پېښه کې یوه ښځه وژل شوې او پنځه نور کسان ټپیان شوي چې روغتون ته انتقال شوي دي.
د یو بل خبر له مخې، په غزني کې هم پر یوه موټر د سړک غاړې پخواني ماین چاودنه کړې ده.
د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک ته وویل چې نن سهار د قرهباغ ولسوالۍ په عسکرکوټ بازار کې پر یوه مازدا موټر د سړک غاړې یوه پخواني ماین چاودنه کړې ده.
هغه زیاته کړه، په دې پېښه موټرچلوونکی سخت ټپي شوی او د امنیتي کسانو له خوا روغتون ته انتقال شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پخواني ماینونو چاودنو له امله ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن