په میدانوردګو او غزني ولایتونو کې پر دوو موټرو له پخوا پاتې ماینونو چاودنې کړې چې له امله یې یوه ښځه وژل شوې او شپږ نور کسان ټپيان شوي دي.
غزني ښار کې د مور او ماشوم ځانګړي روغتیایي مرکز ته د شاوخوا ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې د یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله یوه ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.
د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې یو ۱۵ کلن هلک د اوبو ډنډ ته لوېدلی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د غزني ولایت په مرکز کې د اووه میلیون افغانیو په لګښت د یو شمېر سړکونو د بیارغونې چارې پيل شوې.
سېمهییز مسوولین وایي، په غزني او میدان وردګو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
د غزني امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په ناوې ولسوالۍ کې یو کس د غلا په جرم په عام محضر کې ۳۵ دُرې ووهل شو.
د غزني امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې د دوو ترافیکو پېښو له امله یوې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي
په غزني د دولتي او خصوصي ښوونځیو د سلګونو زدهکوونکو له خوا د جوړ شوو هنري او نورو توکو نندارتون جوړ شو.
د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د مقر ولسوالۍ د مرکز په مربوطاتو کې یو کس د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی دی.
د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د خلکو په دوه نیم میلیونه ډالره لګښت د اوبو د یوه بند جوړلو چارې روانې دي او تر اوسه نږدې پنځوس سلنه جوړ شوی دی.
د میدانوردګو په جلریز ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.