د غزني د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر رياست وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۶ کوډګر نیول شوي دي.
د غزني امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په اجرستان ولسوالۍ د واورې ورېدو او سړې هوا له امله یو سوداګر مړ شوی، خو دوه نور ژغورل شوي دي.
غزني کې حکومتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د خلکو د مخابراتي ستونزو د راکمولو په موخه ۳۱ نوي مخابراتي سایټونه جوړېږي.
د غزني او پکتیکا یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې د دغو ولایتونو ترمنځ غځېدلی سړک ډېر خراب شوی او له حکومته یې د بیارغونې غوښتنه کوي.
د غزني ښار اړوند روضې کوتل سیمه کې د کابل – کندهار پر لویه لار له یوه زرنج موټرسایکل سره د ۵۸۰ مسافروړونکي موټر د ټکر له امله ۶ کسان ټپیان شوي دي.
د غزني د سیندیزې فرعي حوزې مسؤولین وايي، په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې یې د شلو لویو چکډیمونو جوړولو چارې پیل کړې دي.
د کابل – کندهار پر لویه لار د غزني ولایت اببند ولسوالۍ اړوند سېمه او د پروان په مرکز کې د ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او نهه نور ټپیان شوي دي
غزني کې د مرکز د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال غورهلیګ سیالۍ پیل شوې چې یوهنیمه میاشت به دوام وکړي.
غزني او فراه کې د څه باندې اووهنیم میلیون افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې بشپړې او د ۸ میلیون افغانیو په لګښت د یوه چکډيم جوړولو چارې پیل شوې.
غزني کې د نیزېوهنې (نیزهبازي) یو شمېر لوبغاړي له حکومته غواړي څو د نیزهوهنې لوبو پر مهال د ډول وهلو اجازه ورکړي.
د غزني ښاروالۍ وایي، په دغه ښار کې د ۸.۵ میلیون افغانیو په لګښت د سړکونو څراغونو د فعالولو چارې پیل شوې.
د غزني ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وایي، د دغه ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې له څه باندې ۱۲۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.