<p style="text-align: justify;">غزني (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۲): د غزني ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وایي، د دغه ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې له څه باندې ۱۲۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.</p>
<p style="text-align: justify;">د غزني د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي محمدقاسم امیني پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه مرستې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال سازمان له لوري پر ۱۲۱۰ کورنیو وېشل شوې دي.</p>
<p style="text-align: justify;">د هغه د معلوماتو له مخې، په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۱۵ لېتره غوړي، ۱۸ کیلوګرامه دال، ۲۹ پاکټه د ماشومانو د تقویې خواړه ورکړل شوي دي.</p>