ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني ښار پر سړکونو د څراغونو لګولو او فعالولو چارې پیل شوې

د غزني ښار پر سړکونو د څراغونو لګولو او فعالولو چارې پیل شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۲): د غزني ښاروالي وایي چې په دغه ښار کې د ۸.۵ میلیون افغانیو په لګښت د سړکونو څراغونو فعالولو چارې پیل شوې.

د غزني ښاروال مولوي محمدنبي حمزه نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د یادو څرګندونو ترڅنګ وویل چې دا لړۍ به په راتلونکي کې د ښار نورو سیمو ته هم وغځول شي.

هغه وویل: «د شاوخوا ۶،۵ میلیون افغانۍ په لګښت به د غزني ښار، کابل ـ کندهار په عمومي سړک له روضې تر ایسفندې سیمې پوري تنویر څراغونه په بنسټیزه توګه فعال شي او پر دوه میلیون افغانۍ به د کلای سبز، بزازي، قره باغ، زړه اډه او نورو سړکونو پر مسیر د تنویر څراغونه چې د یو شمېر تخنیکي دلایلو له امله غیرفعال دي، فعال شي.»

د هغه په خبره، د عصري ښاري معیارونو پر اساس، د ښار په کچه د ښاري ښکلا نورې برنامې هم په پام کې لري څو د ښار په بڼه کې غوره بدلون رامنځته شي.

Views: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.