د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د سویډن کمېټې له لوري د ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.
د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې یو کس په خپل کور کې د نامعلوم کس له لوري د تبر په وسیله وژل شوی دی.
د غزني له پوهنتونه تازه فارغ شوي محصلین خپل راتلونکي ته اندېښمن دي او وايي، حکومت دې کاري فرصتونه ورته برابر کړي.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، له تېر یونیم کال راهیسې د دغه ولایت له تاریخي او لرغونو سیمو د لیدنې په موخه، د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو راتګ ډېر شوی دی.
چارواکي وايي، د غزني هوايي ډګر شاوخوا ۳ زره جریبه ځمکه غصب شوې چې کورونه، باغونه او د خښتو بټۍ پکې جوړې شوې دي.
د غزني ښاروالۍ له لوري په غزني ښار کې د ۱۲،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د بیارغونې دوې پروژې پيل شوې چې په کې د کوڅو پخول او د ښار پر ځینو واټونو د څراغونو نصبول شامل دي.
د غزني اوسېدونکي وايي، سږ کال- چې لا ژمی نه دی را رسېدلی- په دغه ولایت کې د یو ټن ډبرو سکرو بیه ۱۵ زره افغانۍ ده چې د تېر کال په پرتله دوه برابره لوړه شوې ده.
غزني ښار (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۱): د غزني په مرکز او ولسوالیو کې د تېرو جګړو له امله د شاوخوا ۳۸ ښوونځیو ودانۍ ویجاړې شوې
د غزني د ګیرو ولسوالۍ قومي مشرانو پرېکړه کړې چې له دې وروسته د ناوې کورنۍ د زوم له کورنۍ څخه د ولور او وداه په نوم ډېرې پیسې نه شي اخیستلای.
د غزني لیکوال، فرهنګیان او د مطالعې مینهوال وايي، په تېرو کلونو کې په دغه ولایت کې له ۴۰ ډېرې ورځپاڼې، اوونیزې، مجلې او رسالې خپرېدلې خو اوس د «سنايي» په نوم له دولتي اوونیزې پرته نورې ټولې سقوط شوې دي.
په غزني کې د چرګانو پلورونکي په دغه ولایت کې د چرګانو د مناسب پلور له نشتوالي شکایت کوي، وايي که د دوى ستونزې هوارې نه کړاى شي او له پاکستانه د چرګانو واردات بند نه شي، نو کاروبار به يې له سقوط سره مخ شي.
غزني ښار (پژواک ۱۴ لړم ۱۴۰۱ ): په غزني کې نن د هېواد د ۱۴ ولايتونو د قوتالرمي ورزش ټیمونو درېيم پړاو سيالۍ پيل شوې