ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني خلک له حکومته په جګړو کې د ویجاړ شوو لسګونو ښوونځیو بیاجوړولو غوښتنه کوي

د غزني خلک له حکومته په جګړو کې د ویجاړ شوو لسګونو ښوونځیو بیاجوړولو غوښتنه کوي

غزني ښار (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۱): د غزني په مرکز او ولسوالیو کې د تېرو جګړو له امله د شاوخوا ۳۸ ښوونځیو ودانۍ ویجاړې شوې چې له امله یې زرګونه زده‌کوونکي له زده‌کړو بې برخې شوي دي.

د دغه ولایت اوسېدونکي د یادو ویجاړو شوو ښوونځیو د بیارغولو غوښتنه کوي او وايي، اولادونو ته دې یې د زده‌کړو زمینه برابره شي.

د دغو ښوونځیو په لړ کې یو هم د غزني د مرکز اړوند د ارزو سیمې ښوونځی دی چې ودانۍ یې په تېرو جګړو کې نړېدلې ده.

د یادې سیمې یوه قومي مشر ملک احسان‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېرو جګړو له امله د دوی د سیمې ښوونځی ویجاړ شوی او له ډېرې مودې راهیسې یې اولادونه له زده‌کړې بې‌برخې دي.

دی وايي، درې کاله مخکې په دغه ښوونځي کې له ۴ تر ۵ زره ماشومانو زده‌کړې کولې، خو کله چې دلته جګړو زور واخیست نو هره ورځ د هاوان مرمۍ راتلې او دلته لګېدې چې خلکو له ډاره خپل ماشومان ښوونځي ته له تګه منع کړل.

هغه زیاته کړه، وروسته د دغه ښوونځي په څنګ کې د تېر جمهوري نظام د امنیتي ځواکونو پوسته ځای پر ځای شوه، خو له دغه اقدام سره جګړه لا سخته شوه چې په پایله کې یې د ښوونځي ترڅنګ د خلکو کورونه، کښتونه، باغونه او مالونه هم له منځه لاړل.

د ده په خبره، اوس چې جګړه درېدلې، حکومت ته په کار ده چې دغه ښوونځی ورغوي او ماشومانو ته بېرته د زده‌کړې زمینه برابره کړي.

د غزني ښار د قاضي کلا یوه اوسېدونکي محمد الیاس هم پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی د سیمې ښوونځی هم په تېرو جګړو کې ویجاړ شوی چې له امله یې شاوخوا ۲ زره ماشومان له زده‌کړې بې برخې دي.

هغه زیاته کړه، دغه ښوونځی د جګړې په لومړۍ کرښه کې و چې د پرله‌پسې جګړو له امله یې ودانۍ نړېدلې او اوس بیارغولو ته اړتیا لري.

د غزني د مقر ولسوالۍ د عیسی‌خېلو سیمې ښوونځی بل هغه ښوونځی دی چې ودانۍ یې په تېرو جګړو کې ویجاړه شوې ده.

د دغې سیمې اوسېدونکي عبدالله پژواک خبري اژانس ته وویل، دا چې د ښوونځي ودانۍ ویجاړه شوې، له کلونو راهیسې یې ماشومان له زده‌کړو بې برخې دي، حکومت ته په کار ده چې په جګړو کې نړېدلي ټول ښوونځي بېرته ورغوي.

د غزني ګڼ شمېر زده‌کوونکي هم غوښتنه کوي چې د ویجاړو شوو ښوونځیو په بېرته رغولو دې د تېرې جګړې نښې له منځه یووړل شي او دوی ته دې د زده‌کړې غوره شرایط برابر شي.

د اندړو ولسوالۍ یوه زده‌کوونکي دور محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، په غزني ښار او ولسوالیو کې ګڼ شمېر ښوونځي په مرمیو لګېدلي، ودانۍ یې په ماینونو الوځول شوې، ټولګي یې وران شوي او کړکۍ او دروازې نه لري.

ده هم غوښته وکړه چې حکومت او مرستندویه موسسې دې د دوی ښوونځي ورغوي، څو وکولای شي په ښه چاپېريال کې پاتې زده‌کړې بشپړې کړي.

د غزني د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسوول شفیق‌الله قاري‌زاده پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې ټول ۳۸ ښوونځي د جګړو او ۱۲ نور د طبیعي افاتو له امله ویجاړ شوي دي.

هغه زیاته کړه، دغه ښوونځي د غزني ښار په قاضي کلا، ارزو، کوچي کلا، بکاول، اسفندي، پیرزاده او ده خدای‌داد سیمو او په یو شمېر ولسوالیو لکه زنخان، اندړو، ګېرو، قره‌باغ، آب بند، مقر، ګيلان، واغظ، چغتو، خواجه عمري او ده یک کې دي.

دی وايي، په یوه تازه ګام کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق/ یونیسف په مرسته په جګړو کې د ویجاړو شوو ښوونځیو د بیارغولو چارې پیل شوې دي.

د ده په خبره، په دغه لړ کې د یادې ادارې له خوا د ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۰ ښوونځیو د ودانیو جوړولو چارې روانې دي چې ژر به بشپړې شي.

دا مهال په غزني کې ۷۶۲ دولتي او خصوصي ښوونځي فعال دي چې ۶۶۶ یې دولتي او ۹۶ یې خصوصي دي.

په دغو ښوونځیو کې ۴۰۰ زره هلکان او نجونې پر زده‌کړو بوخت دي.

Visits: 66

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.