غزني ښار (پژواک ۱۴ لړم ۱۴۰۱ ): په غزني کې نن د هېواد د ۱۴ ولايتونو د قوتالرمي ورزش ټیمونو درېيم پړاو سيالۍ پيل شوې او څلور ورځي به دوام وکړي.
د افغانستان د قوتالرمي فدراسیون مسؤولین وايي، دغه سیالۍ د هېواد د څوارلسو ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ په دې موخه پیل شوې چې د قوتالرمي ملي ټيم ته د هېواد په کچه تکړه لوبغاړي لار پيدا کړي.
په افغانستان کې د قوتالرمي فدراسیون رییس عليشاه محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغو سیالیو موخه دا ده چې ملي ټيم ته وړ او تکړه کسان غوره شي.
ده وویل: «په دې سیالیو کې د ۱۴ ولایتونو له ۱۰۰ ډېر ورزشکاران ګډون کوي او ملي ټيم ته د لار موندنې لپاره یو له بل سره سیالۍ کوي.»
د نوموړي په وینا، په دې سياليو کې د غزني، کابل، ميدانوردګ، خوست، پکتیا، باميان، دايکنډي، کاپيسا، بلخ، زابل، هرات، فراه او کندهار ټيمونه ګډون لري او سیالۍ به څلور ورځې به دوام وکړي.
د یادې سیالۍ برخه وال ورزشکاران هم دا ډول سیالۍ ګټورې ګڼي او وايي، لوبغاړي له دې لارې په ښه توګه کولای شي چې ملي ټيم ته لار ومومي.
له زابله غزني ته راغلي نجیب االله طوفان پژواک ته وویل، ځوانان له دې لارې کولای شي چې ملي ټيم ته د لارموندنې لپاره په خپلو کې سالم رقابت وکړي او خپله وړتیا و ازمويي.
ده وویل، حکومت دې د ورزشکارانو لپاره د یونیفورم، لوبغالو او وسایلو په برابرولو کې مرسته وکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن