Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کډوالو او رستنېدونکو چارو وزارت وايي چې نږدې ۳۰۰ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، خوشي او هېواد ته راستانه شول.
د عامې روغتیا وزارت د درملو او خوړو معینیت څېړنې ښيي چې د ډېری محفلي کېکونو په تزیین او ډیزاین کې فلزي رنګونه کارول کېږي او د دغو کېکونو له حده ډېره استفاده کولای شي د حساسیت، مزمنو ناروغیو او ان د سرطان لامل شي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې په تېره یوه میاشت کې د پاکستان له زندانونو ۶۸۸ افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
له ایرانه د افغان کډوالو د بېمخینې ایستلو په دوام زرګونه کورنۍ تش لاس هېواد ته راستنې شوې دي؛ هغوی له حکومته د سرپناه او کاري زمینې برابرولو غوښتنه کوي. بلخوا، د چارو پوهان د کډوالو جبري ایستل د بشري حقونو نقض بولي او له ملګرو ملتونو غواړي چې د دغه بهیر مخنیوي برخه کې اقدام وکړي.
نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د ډېزلو او اوبلن ګاز بیې یو څه ټیټې شوې خو د هندي بورې بیه لوړه شوې ده.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ افغانستان ته له ایرانه د افغان کډوالو له بېسارې راستنېدو خبرداری ورکړی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي څو هغوی ته د رسېدنې لپاره مرسته وکړي.
د پوهنې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو اعلان کړی چې د هوا د ډېرې ګرمېدو له امله د هېواد د سړو سیمو ټول ښوونځي د چنګاښ له ۱۱مې بیا تر ۱۵مې رخصت دي او د چنګاښ له ۱۶مې نېټې څلورنیممیاشتنۍ ازموینې پيلېږي.
نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د قزاقي اوړو، بورې او سرو زرو بیې ټیټې شوې خو د نورو لومړنیو توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی.
د ایران او اسرائیل ترمنځ له جګړې وروسته افغانستان ته له ایرانه د کډوالو راستنېدل ډېر شوي، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دغو راستنېدونکو ته د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې هغوی ته دې د ملاتړ اوږدمهاله پروګرامونه جوړ شي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له زندانونو ۱۰۴ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په نسبت د مالیزیایي غوړیو، پټرول تېلو، اوبلن ګاز او سرو زرو بیې ټیټې شوې خو د ډېزلو بیه یو څه لوړه شوې ده.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت یو مسوول وايي، په هېواد کې د رواني روغتیا برخه کې د تېرو درېیو کلونو پرمختګونو سربېره لا هم په دې برخه کې ستونزې شته او د هغو د هواري لپاره د نړۍوالې ټولنې دوامدارې همکارۍ ته اړتیا ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP