کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۴): نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په نسبت د مالیزیایي غوړیو، پټرول تېلو، اوبلن ګاز او سرو زرو بیې ټیټې شوې خو د ډېزلو بیه یو څه لوړه شوې ده.
کابل ښار کې د احمدیار تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن کابل کې د تېرې اونۍ په پرتله د یو لېتر ډېزلو بیه نړۍوال بازار کې د هغو د بیې لوړېدو له امله، له ۵۵ څخه ۵۷ افغانیو ته لوړه شوې ده.
خو نوموړي زیاته کړه چې نن د تېرې شنبې په نسبت د یو لېتر پټرولو بیه له ۵۹ څخه ۵۸ افغانیو ته ټیټه شوې؛ ځکه چې بیه یې په نړۍوالو بازارونو کې هم ټیټه شوې ده.
دغهراز، د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې یو دوکاندار محمدجان امین وایي چې نن د تېرو اوو ورځو په نسبت د یو کیلو ګاز بیه له ۴۸ څخه ۴۶ افغانیو ته ټیټه شوې ده.
هغه هم د کابل ښار په بازارونو کې د مایع ګاز د بیې ټیټېدو لامل په نړۍوالو بازارونو کې د هغه د بیې تیټوالی بولي.
خوراکي توکي
کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په نسبت د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړیو د عمده پلور بیه د وارداتو د ډېروالي له امله له ۱۶۵۰ څخه ۱۶۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.
خو نوموړی وايي، نن هم لکه د تېرې اونۍ په څېر په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۳۰۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ درجه سېله وریجو بیه ۲۶۰۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه ۲۵۰۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام تور افریقایي چای بیه ۴۰۰ او د یوه کیلو شین اندونیزیایي چای بیه ۳۵۰ افغانۍ ده.
د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.
د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفيزاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۳۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۵۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۶۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام تور افریقایي چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
سره زر
کابل ښار کې د یوې زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې نن د تېرو ۷ ورځو په نسبت د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۶۰۰۰ څخه ۵۹۵۰ افغانیو ته او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۴۸۵۰ څخه ۴۷۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.
د سرو زرو د پلورونکو په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو له بیو سره تړاو لري.
د اسعارو بیې
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د یوې صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وویل چې نن د یوه ډالر د پېر بیه ۶۹ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۴۰ افغانیو تبادله کېږي.
دا په داسې حال کې چې د روان کال د غبرګولي میاشتې په ۳مه د یوه ډالر د اخیستو بیه ۶۸ اعشاریه ۸۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۴۰ افغانۍ تبادله کېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP