ننګرهار کې امنیتي مسوولين وايي چې د دغه ولایت په خوږياڼو او دره نور ولسواليو کې د چاودنې او خپلمنځي نښتې پېښو کې څلور کسان ټپيان شوي دي.
د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې دوه هغه خویندې چې کلونه يې د نجونو په جامو کې تېر کړي، د جراحۍ له عمليات وروسته هلکان ثابت شول.
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي چې د ماشومانو هغه لسکسيزه ډله يې نيولې چې د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې يې غلاوې کولې.
له ګاونډيو هېوادونو راستنېدونکو کډوالو ته د ځمکې ورکولو کمېټې مسوولين وايي، د هېواد یو شمېر ولايتونو کې هغو راستنو شوو ته ۲۰۰ زره نومرې ځانګړې شوې چې سرپناه نه لري.
د نورستان سیمهییزچارواکي وايي چې د دغه ولايت په کانتيوا ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ نښته کې يوه مېرمن وژل شوې ده.
د ننګرهار سیمهییزمسوولین وایي چې د جلالآباد ښار مربوطاتو کې د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.
د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، پاکستاني لوري د تورخم دروازه يو ځل بيا د ترانزيټ پر مخ تړلې او دمګړۍ له دواړو خواوو باروړونکي موټر د تګ راتګ اجازه نه لري.
د ملګرو ملتونو سازمان وايي، له پاکستانه د تورخم له لارې راستنېدونکو افغانانو ته يې پر نورو مرستو سربېره د روغتيايي خدمتونو زمينه هم برابره کړې ده.
د ننګرهار د کډوالو چارو رياست وايي، اسلامي امارت په پلان کې لري چې له پاکستانه په زور را ايستل شوو هېوادوالو ته د کورونو او ځمکو ورکولو زمينه برابره کړي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست له لوري د دغه ولايت په لعلپورې ولسوالۍ کې د ۷۳ زره او ۴۰۰ ډالرو په لګښت يو کانال او یو سربند جوړ شول.
د ننګرهار کانال رياست وايي، په دغه ولايت کې به سږ کال تر درې زره ټنه مالټي تولید شي چې د تېر کال په پرتله ډېروالی ښیي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري له پاکستانه راستنېدونکو کډوالو ته د هرکلي په موخه د «رنګين ماښام» تر سرلیک لاندې مشاعره جوړه شوه.