د ننګرهار امنيتي مسوولین وايي چې د دغه ولايت په بټيکوټ ولسوالۍ کې ناپېژانده وسلهوالو یو کس په ډزو وژلی دی.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار او نازيانو ولسوالۍ کې په دوو جلا پېښو کې درې کسان مړه شوي دي.
د ننګرهار سينديزې حوزې رياست مسوولين وايي، د دغه ولايت په کليوالي سیمو کې یې د اوبو پر سر رامنځته کېدونکو شخړو مخنيوي لپاره د همغږۍ ټولنو جوړېدو لړۍ پيل کړې ده.
ننګرهار کې امنيتي مسوولین وايي، پرون مازدیګر د دغه ولايت په سرهرود ولسوالۍ کې د دوو کسانو ترمنځ شخړه کې يو کس وژل شوی او يو بل ټپي دی.
ننګرهار ولايت کې مسوولین وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو د راتګ په دوام، په تېرو دوو ورځو کې ۱۰۶۲ کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوې دي.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدماتو دفتر د ۲۴ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه سړک پخولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې څلور کاله مخکې د یوې دښتې د ملکیت پر سر د دوو کليو ترمنځ شخړه په دښمنۍ اوښتې وه چې اوس یې د قومي منځګړتوب له لارې بېرته ترمنځ روغه وشوه.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي، سږ کال په دغه ولايت کې د پنبې حاصلات ډېر شوي، خو کروندګر غوښتنه کوي چې د پنبې حاصلاتو ته بايد مناسب بازار پيدا شي.
د ننګرهار چارواکي وايي، له پاکستان څخه د تورخم له لارې پرون ۵۳۴ کډوالې کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې.
ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قولاردو چارواکي وايي، د ننګرهار په سپينغر ولسوالۍ کې يې د ۹۰ کلچې خامو چرسو د قاچاق په تور شپږ کسان نيولي دي.
جلالاباد (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان مسوولین وايي چې سږ کال به د درې سوه ميليونه امريکايي ډالرو
په ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو مسوولين وايي، د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار کې د کشف او استخباراتو کنډک له لوري ۵۶ بورۍ باروت نيول شوي دي.