د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي، که څه هم د اوړو بيه د پام وړ ټیټه شوې خو نانواييګانو د ډوډۍ په وزن کې هیڅ زياتوالى نه دى راوستلی.
په ننګرهار کې د پولیو وروستیو څلورو مثبتو پېښو ثبتېدل خلک اندېښمن کړي او له اړوندو مسوولينو يې د مخنيوي لپاره د جدي اقدماتو غوښتنه کوي.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد کې د ښاروالۍ له لوري د څه باندې لس میلیون افغانیو په لګښت د یوې رغنیزې پروژې چارې پیل شوې.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، که څه هم طبيعي افتونو په دغه ولايت کې د تازه مېوو ډېر باغونه زيانمن کړي خو بيا هم د تېر کال په پرتله سږ کال د شفتالو حاصلات ډېر دي.
د ننګرهار ولایت د سپينغر ولسوالۍ عقيدتي آمر مولوي اسماعیل په يوه ترافيکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ننګرهار په سپينغر ولسوالۍ کې د څښاک پاکو اوبو يوه شبکه جوړه او د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د يو استنادي دېوال جوړېدو کارونه پيل شول.
د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په چپرهار او روداتو ولسواليو کې د دوو ترافيکي پېښو له امله يو کس مړ او لس نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار ولايت په غنيخېلو ولسوالۍ کې يوه کس خپل ورور او وراره وژلي او د خپلې مور په ګډون يې دوه کسان ټپيان کړي دي.
د ننګرهار کانال ریاست اړوند ځمکو کې د کرل شوو خټکیو کروندګر وايي، سږ کال طبیعي افتونو یې حاصلات زیانمن کړي او تر اوسه یې خپل لګښتونه هم نه دي پوره کړي.
په بغلان او ننګرهار ولايتونو کې د شاوخوا ١٨ ميليون افغانيو په ارزښت د يو شمېر رغنيزو پروژو چارې پيل شوې.
د ننګرهار ولايت په ملکي هوايي ډګر کې د مسافرو لپاره ترمينل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کونړ د پوهنې رياست وايي، د دغه ولايت په چپې درې ولسوالۍ کې نامعلومو کسانو د يوه لومړني ښوونځي خېمې او له لرګيو جوړې څپرې سوځولې دي.