پلخمري، جلالاباد (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۲): په بغلان او ننګرهار ولايتونو کې د شاوخوا ١٨ ميليون افغانيو په ارزښت د يو شمېر رغنيزو پروژو چارې پيل شوې.
د بغلان ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د ۱۳۴ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د یوه استنادي دېوال جوړولو چارې پیل شوې.
په دې اړه د بغلان د سیندیزې حوزې مسوول قاري محبالله عادل پژواک ته وویل چې د خنجان ولسوالۍ په طیکوتل سیمه کې د ۱۵۵۰ مترو په اوږدوالي د یوه استنادي دېوال جوړولو کار پیل شو.
هغه وايي، د دغه دېوال پر جوړولو ١٣٤ زره امريکايي ډالر لګښت راځي چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له لوري ورکول کېږي.
نوموړي وويل، دغه دېوال د شپږو مياشتو په موده کې جوړېږي چې د لويېلارې ترڅنګ به زرګونه جريب ځمکه د سېلابونو له ګواښه خوندي کړي.
دغهراز د خنجان ولسوالۍ اوسېدونکی ارباب حبیبالله وايي چې په دغه سيمه کې هر کال سېلابونو د خلکو کرنيزې ځمکې زيانمنولې.
د هغه په وینا، د دغه دېوال په جوړېدو سره به تر ډېره دا ستونزه هواره شي.
د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار ولايت په مرکز جلالاباد ښار او حصارک ولسوالۍ کې د نږدې ۷ ميليون افغانيو په لګښت د بيارغونې د دوو پروژو کارونه پيل شول.
ځايي چارواکي وايي، لومړۍ پروژه په جلالاباد ښار کې د سړکونو رغولو برخه کې ده چې ۴ عشاریه ۴ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي.
د جلالاباد ښاروالۍ وياند بختي جان مراد نن (د غبرګولي ۹مه) پژواک اژانس ته وويل، د ښار اتمې ناحيې اړوند په سربند بېلې سيمه کې د ښاروالۍ ادارې په چوکاټ کې، د ACTED موسسې پر ۳ عشاريه ۴ ميليون افغانيو مالي لګښت د يو شمېر فرعي سړکونو د جغلاچونې او رغونې چارې پيل شوې.
هغه وايي، په یاده پروژه کې شاوخوا ۴۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
بلخوا، د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د ۳ اعشاريه ۵ ميليون افغانيو په ارزښت د اوبولګونې يوې پروژې چارې پيل شوې.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس مولوي عبدالستار محمد وايي، دا پروژه د حصارک ولسوالۍ په مڼۍ کلي کې د DUTCH ادارې په مالي لګښت پلې کېږي چې په کې د ۱۸ مترو په اوږدوالي د اوبو سربند، د ۱۸۰ مترو په اوږدوالي يو کانال، دوه پلچکونه او يو د اوبو کنټرول دروازې جوړول شامل دي.
د نوموړي په وينا، په ياده ساحه کې د مېوهلرونکو او غېر مېوهلرونکو ۱۰۰۰ بوټي هم ايښودل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP