Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست له لوري د دغه ولايت د اوړي موسم د تازه ميوو يو ورځنی نندارتون جوړ شو.
د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د ځایي خلکو په شخصي لګښت د يوه روغتيايي مرکز لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، د اختر په شپو ورځو کې د دغه ولايت له بېلابېلو ولسواليو او تاريخي سیمو څخه شاوخوا ۱۰۰ زره سيلانيانو ليدنه کړې.
د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښاروالۍ مسوولین وايي چې د ۲۷۳ میلیون افغانیو په لګښت د ښار د ټولو عمومي او فرعي سړکونو بیارغونه پيل شوې ده.
د ننګرهار پوهنتون د وترنرۍ علومو پوهنځي محصلينو لخ خوا د ترسره شوو ۹۷ څېړنو د پايلو نندارتون جوړ شو.
د ننګرهار کرنې او مالدارۍ رياست وايي، سږ کال به په دغه ولايت کې د فارمونو ډېرښت او حاصلاتو ښهوالي له امله شاوخوا ۶۰۰ مټريک ټنه شات تولید شي.
د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، هغه صراف چې ۱۵ ورځې مخکې جلالاباد ښار کې د انسانتښتوونکو له لوري تښتول شوی و، تېره ورځ ژغورل شوی او په تړاو یې د یوې ښځې په ګډون اووه کسان نیول شوي دي.
د ننګرهار ولايت د صنعت او سوداګرۍ رياست له لوري په تېرو پنځو مياشتو کې راټول شوي ۱۸ ټنه بېکيفيته او تاريختېر خوراکي توکي او درمل وسوځول شول.
د ننګرهار چارواکي وايي، د مومندرې ولسوالۍ په باسول سيمه کې پر هغه ځای کېبلي پل جوړېږي چې تېره اونۍ په کې یوه کښتې ډوبه شوې وه.
د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار کې د ۱۵ ميليون افغانيو په لګښت د يوه سړک قير کولو چارې پيل شوې.
د ننګرهار کرنې رياست وايي، په دغه ولايت کې يې د سویابين د کښت هڅې پيل کړې چې ټاکل شوې سږ کال په بېلابېلو ولسواليو کې پر ۱۰۴ جريب ځمکه سويابين وکرل شي.
د ننګرهار کرنې رياست وايي، سږ کال په دغه ولايت کې پر څه باندې ۲زره هکټاره ځمکه د هندواڼو پالېزونه کرل شوي چې لږ تر لږه ۸۳ زره مټريک ټنه حاصلات به ترې راټول شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP