Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ننګرهار ولايت د عدليي رياست له لوري په جلالاباد ښار کې هغه ۱۵ موټرسايکل پلورنځي تړل شوي چې د فعاليت قانوني جوازونه يې نه درلودل.
ننګرهار کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په تورخم ښارګوټي کې ۲۰۰ سوالګر راټول شوي دي.
د ننګرهار ولایت د کانال رياست له لوري د دې ادارې اړوند د اوبو لويه وياله کې د ځوانانو او ماشومانو د لامبو وهلو د مخنيوي په اړه د عامه پوهاوي کمپاين ترسره شو.
د ننګرهار ولايت په دوربابا ولسوالۍ کې سرحدي ځواکونو د ۶۶ کیلوګرامه نشهيي توکو د قاچاق مخه نیولې او په تړاو یې اووه کسان هم نیول شوي دي.
د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي، د لاسيپلورونکو بېځايه درېدو له امله په ښار کې ګڼه ګوڼه زیاته شوې او له ښاروالۍ يې د مخنيوي برخه کې د اقداماتو غوښتنه کوي.
په ننګرهار پوهنتون کې د ازموینو ملي ادارې له لوري له نږدې ۹۵۰۰ کسانو څخه د کانکور ازموینې اخیستو لړې پيل شوه.
د ننګرهار کانال رياست مسوولين وايي، له بهره د سبزیجاتو وارداتو مخنيوي په موخه يې سل شنې خونې جوړې کړې دي څو وکولای شي د کال هر موسم کې خپلو بازارونو ته تازه سبزي وړاندې کړي.
د ننګرهار حکومتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې یو کس د سیند اوبو کې د ډوبېدو له امله مړ شوی دی.
ننګرهار کې د ښاروالۍ مسوولین وايي چې نن د دغه ولایت د مرکز جلالاباد ښار پاکولو په موخه عمومي حشر ترسره شو.
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست وايي، سږ کال په دغه ولايت کې د ملاريا پېښې ډېرې شوې دي خو دوی هڅه کوي چې د مخنيوي لپاره يې د پشهخانو د وېش لړۍ پيل کړي.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز کې یې د ۶۸ کیلوګرامه چرسو او هېرويينو د قاچاق په تور دوه کسان نیولي دي.
ننګرهار کې د تازه مېوې او سبزیجاتو سوداګرو اتحاديه او ځيني کروندګر وايي، پاکستان د اپټا تړون خلاف کله ناکله په بېلابېلو پلمو د سوداګرۍ پر مخ د تورخم دروازه بندوي او غواړي له دې لارې فشار وارد کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP