جلالاباد (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۳): د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، هغه صراف چې ۱۵ ورځې مخکې جلالاباد ښار کې د انسانتښتوونکو له لوري تښتول شوی و، تېره ورځ ژغورل شوی او په تړاو یې د یوې ښځې په ګډون اووه کسان نیول شوي دي.
د ننګرهار د والي مرستیال مولوي سعيداحمد بنوري وايي، امنیتي ځواکونو د لونګ شینواري په نوم هغه صراف د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورلی چې شاوخوا ۱۵ ورځې مخکې تښتول شوی و.
هغه وویل، نوموړی د جلالاباد ښار د پنځمې ناحيې جویهفت سيمه کې د ماښام له لمانځه وروسته د کور په لور روان و چې د انسانتښتوونکو له لوري وتښتول شو او بیا یوه نامعلوم ځای ته وړل شوی و.
د والي د مرستیال په خبره، د یادې قضیې په تړاو د یوې ښځې په ګډون اووه کسان نیول شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن