Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په بټيکوټ ولسوالۍ کې يوه کس خپله مېرمن وژلې او دی هم د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی.
ننګرهار کې د صنعت او سوداګرۍ رياست له لوري د خصوصي سکټور په همکارۍ کورنيو تولیداتو ته د بازارموندنې او سوداګرۍ پراختيا په موخه درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
له پاکستانه د کډوالو د دويمې اجباري راستنېدنې د څپې له پيل سره هره ورځ سلګونه کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته راستنېږي، د پاکستان پولیسو له ناسم چلنده سرټکوي او ځینې یې وایي: «خالي سرونه مو را ایستلي، ښځې مو یې بندیانې او بیا یې را ډيپورټ کړې.»
ننګرهار کې سیمهییز مسوولین وايي چې په تېره شاوخوا یوه اونۍ کې د تورخم له لارې له پاکستان څخه ۴۰۰۰ کورنۍ راستنې شوې دي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، سږ کال په دغه ولایت کې ځمکني توتانو ډېر حاصل ورکړی چې د اټکل له مخې، تر ۴۸۰ مټریک ټنه حاصل به ترې ترلاسه شي.
د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنگ رياست له لوري د نارنج ګل کلنۍ دوديزه مشاعره د لر او بر شاعرانو او د شعر د زرګونو مینوالو په ګډون ترسره شوه.
د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښار اړوند «کابل کمپ» سيمه کې د شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ ماشومان او لویان د یوه جومات له څاه څخه اوبه وړي، خو له دې څاه یوازې په شین اسمان د لمریزې برېښنا په واسطه اوبه را ایستل کېږي.
د ننګرهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست مسوولین وايي، له پاکستانه د کډوالو د تازه څپې د راتګ لپاره يې په تورخم او نورو اړوندو ځايونو کې بشپړ چمتووالی نيولی دی.
مسوولین وایي چې د کابل – جلالاباد دویم لین سړک د لومړي فاز جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي او هڅه کوي چې له ټاکلي وخت مخکې یې بشپړې کړي.
د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسوولین وایي چې روان لمریز کال په دغه ولایت کې نږدې ۲۰ زره کونډو، یتیمانو او معلولینو ته ۹۶۷ میلیونه افغانۍ میاشتني حقوق ورکړل شوي دي.
د ننګرهار سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د څه باندې اته میلیون افغانیو په ارزښت د یوه فرعي سړک د کانکرېټ کولو چارې پیل شوې.
د کوچني اختر په رارسېدو سره د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د خياطانو کاروبار ښه شوی خو خلک غوښتنه کوي چې اړوندې ادارې باید د خیاطانو پر نرخونه جدي څارنه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP