Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښار د درونټې ساحه کې یوې ښځې له خپلو دوو ماشومانو سره ځان سیند ته غورځولی؛ ښځې او یوه ماشوم یې ژوند له لاسه ورکړی او بل ماشوم ژغورل شوی دی.
ننګرهار کې د څلورو ختیځو ولايتونو قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو له پاکستانه په جبري توګه د را ایستلکېدونکو افغان کورنیو د ملاتړ او لاسنيوي په موخه غونډه وکړه.
د نورستان ولايت د امنیه قوماندانۍ اړوند د اطفايې امریت لپاره د اته ميليون افغانيو په لګښت د نوې او معیارې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
د جلالاباد ښاروالي وايي، تېر لمریز کال کې یې ۵۸۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي، دغه راز د ښاري پراختيا په موخه یې د دوو نوو ناحيو رامنځته کولو پلان جوړ کړی چې د رياستالوزرا له تایید وروسته به پلی شي.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وایي، د دغه ولایت هسکې مېنې ولسوالۍ کې د ۲۳۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه کلینیک لپاره ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، تېر کال د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو شاوخوا ۱۵۰۰ بهرنیو سیلانیانو لیدنه کړې او له دې ډلې ۱۲ تنو اسلام قبول کړی دی.
د ننګرهار ولايت په مرکز جلالاباد ښار کې د نړۍوال بانک د نهه ميليون افغانيو په لګښت د يو تفریحي پارک د جوړېدو چارې پيل شوې.
د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په حصارک ولسوالۍ کې یوه پلار خپل زوی په ډزو وژلی دی.
د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست وایي، د دې لپاره چې د راستنېدونکو کډوالو ماشومان له زدهکړو پاتې نه شي، یوه ځانګړې کمېټه یې ګومارلې څو ښوونځیو کې د شاملولو لپاره دغه ماشومان ثبت کړي او لارښوونه ورته وکړي.
یو جرمني ګرځندوی چې پر بایسکل افغانستان ته راغلی، د افغانانو له چلنده خوښي څرګندوي او وایي، دلته راتګ ورته د ژوند يوه نوې تجربه ده.
د ننګرهار والي تورخم ښارګوټي کې له پاکستانه په جبري ډول د راستنېدونکو کډوالو د وضعيت د ارزونې پر مهال د لا ډېرو خدمتونو او اسانتیاوو پر برابرېدو ټینګار کړی.
د ننګرهار سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت بهسودو ولسوالۍ اړوند قاسماباد سیمه کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د یوه ښارګوټي جوړولو چارې پيل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP