جلالآباد (پژواک،۲۳ کب ۱۴۰۳): ننګرهار ولايت کې د کرکټ بورډ ولايتي ادارې له لوري د نجیبالله ترهکي په نوم د کرکټ رمضان جام لساوريزې سيالۍ پای ته ورسېدې.
ننګرهار کې د کرکټ ولايتي ادارې مسوول محمد الله نجم وويل، د کرکټ په دې لساوریزو سیالیو کې چې د روژې مبارکې میاشتې په مناست د نجیبالله ترهکي لوبغالي کې پيل شوې وې، د دغه ولایت په کچه ۱۲ لوبډلو برخه اخيستې وه.
دی وايي، د دغو سياليو پايلوبه کې دوه مخکښې لوبډلې سيداغا عرب او فقير وهاب سره مخ وې چې له يوې په زړهپورې لوبې وروسته سيداغا عرب لوبډلې فقير وهاب لوبډلې ته ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام يې په خپل نوم کړ.
د دې سياليو د پای مراسم تېره شپه ډېر په زړهپورې او رنګين ترسره شول چې پهکې حکومتي چارواکو، کرکټپالو او ګڼ شمېر مينهوالو برخه اخيستې وه.
په پای کې اتلې سيداغا عرب لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکولو ترڅنګ د دغو سياليو غوره او ځلېدونکو لوبغاړو ته هم جايزې ورکړل شوې.
د دغو سیاليو ګډونوال لوبغاړي هم دا ډول سيالۍ د خپل پرمختګ او په روژه کې د تمرین لپاره ګټورې ګڼي.
له ۱۹ کلنې کمعمره لوبډلې لوبغاړي وفيالله ترهخېل چې په دغو سياليو کې يې برخه اخيستې وه، وايي، په روژه کې دوی رسمي لوبې نه درلودې نو دا ورته ډېرې ګټورې تمامې شوې.
د یادولو ده، اوسمهال په ننګرهار کې د دغو سياليو ترڅنګ د رمضان جام په نوم دوه لساوریز او يو شلاوریز ټورنمټونه نور هم روان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP