جلالاباد (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۳): ننګرهار کې سیمهييزې سرچینې وايي چې په تورخم کې نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې يو ځل بیا د پاکستاني ځواکونو له برید وروسته جګړه شوې او اوس هم د درنو وسلو خال خال ډزې اورېدل کېږي.
يوی سرچینې د نوم نه خپرېدو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل چې غرمه مهال پاکستاني ملېشه ځواکونو يو ځل بیا تورخم کې پر يوې پوسته برید وکړ چې د افغان سرحدي ځواکونو له ځوابي برید سره مخ شول او څو پوستې يې په نښه کړې.
د دې نښتې د مرګژوبلې او زیان په اړه تر اوسه راپور نه دی ورکړل شوی.
په سیمه کې د پژواک خبریال هم وايي چې اوس (شاوخوا ۲ بجې) هم د درنو وسلو ډزو غږونه اورېدل کېږي.
د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له تېرو څو ورځو راهيسې ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پوستې جوړولو پر سر نښتې پيل شوې چې دواړو لورو ته مرګژوبله هم اوښتې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP