ژبه

ننګرهار کې د نارنج ګل کلنۍ مشاعره ترسره شوه

جلال‌آباد (پژواک،  ۱۵ وری ۱۴۰۴): د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنگ رياست له لوري د نارنج ګل کلنۍ دوديزه مشاعره د لر او بر شاعرانو او د شعر د زرګونو مینوالو په ګډون ترسره شوه.

د نارنج ګل سږنۍ مشاعرې دوه برخې درلودې چې لومړۍ برخه يې د ورځې او دویمه برخه يې له ماښام وروسته تر نيمې شپې ترسره شوه.

دې مشاعرې ته د هېواد د مختلفو سيمو څخه شاعران او د شعر پر مینوالو سربېره د کوزې پښتونخوا ځينې شاعران او د شعر مينوال هم ورغلي وو.

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس قاري احسان‌الله ساجد وايي چې د لومړي ځل لپاره له نن څخه شاوخوا ۶۰ کاله مخکې د جلال آباد ښار په سپين‌غر هوټل کې د نارنج ګل مشاعره جوړه شوه چې له هماغه وخت راهیسې د دغه ریاست له لوري هر کال د پسرلي په رنګين موسم کې په جلال‌آباد کې دغه مشاعره جوړېږي.

هغه وويل، سږکال يې دغې مشاعرې ته د لر او بر ګڼ شاعران را دعوت کړي او زرګونه د شعر مينوال هم ورغلي وو.

دې مشاعره کې د افغانستان د مرکز او ولایتونو پر شاعرانو سربېره د کوزې پښتونخوا علمي او ادبي شخصیتونو هم ګډون کړی و. اباسین یوسفزی، پروفیسور اقبال شاکر، جاوید اقبال افګار، عمر خټک، شاهنواز باقر او ګڼو نورو وتلو شاعرانو په دغه مشاعره کې خپل شعرونه وویل.

د کوزې پښتونخوا مشهور شاعر، لیکوال او د پښتو ژبې نامتو شخصيت اباسين يوسفزي د نارنج ګل مشاعره د لر او بر پښتنو او په ځانګړي توګه د شاعرانو او د شعر د مينوالو د یوځای را ټولېدو لپاره يوه بهانه او مهمه ورځ یاده کړه.

دغه راز د افغان وطن يو بل شاعر اسرارالله حسنزی وايي چې مشاعرې د يووالي او د يو بل د پېژندګلوۍ، د خپلو افکارو د بیان او ذهنيتونو د جوړونې لپاره ډېرې مهمې دي.

د نارنج ګل مشاعره چې د ۱۳۴۴ هـ لمریز کال راهیسې د ادب‌پالو په نوښت پیل شوې، د هر پسرلي په راتګ د پښتو ژبې، خیال، او فرهنګي هویت د ویاړ نښه ګرځېدلې. سږکال دا مشاعره له تمثیلي پارچو، د پسرلي د رنګینونو انځورونو او د شاعرانو له زړه‌راښکونکو زمزمو سره لا زیاته زړه‌راښکونکې وه.

ورته موضوع