جلالاباد (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۳): د ننګرهار سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د څه باندې اته میلیون افغانیو په ارزښت د یوه فرعي سړک د کانکرېټ کولو چارې پیل شوې.

د جلالاباد ښاروالۍ وياند حامد محمودي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ښار د اوومې ناحیې اړوند د ۱۹ م ګذر سیمه کې د ۹۴۵ مترو په اوږدوالي او د پنځو مترو په پلنوالي د یوه فرعي سړک د کانکریټ کولو چارې پیل شوې.

ده وویل چې په دغه پروژه کې د ۹۴۵ مترو په اوږدوالي ویالې هم جوړېږي.

هغه زیاتوي چې دغه پروژه د نړۍوال بانک په مالي لګښټ پلې کېږي چې د درېیو میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.

محمودي وایي، په دغه پروژه کې د سیمې ۱۸۰ اوسېدونکو ته د لنډمهاله کار زمینه هم برابره شوې.

د یادې سېمې یو اوسېدونکي ميرويس وایي، د دغه سړک د خرابوالي له امله ځايي خلک له ډېرو ستونزو سره مخ وو.

هغه وایي، خوښ دی چې نن د دغه سړک د کانکرېټ کولو چارې پيل شوې.