Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۱): د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې يوه خيريه بنسټ له ۱۵۰۰ زلزلېځپلو کسانو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه. د
ذبیح الله مجاهد وايي چې د کابل ښار په خوشحال خان مېنه کې پر يوه مشکوک ځای نن امنيتي ځواکونو ډزې کړې دي او ځينې سرچينې بیا ادعا کوي چې په دې پېښه کې مرګژوبله هم اوښتې ده.
د ملي دفاع وزارت وايي، د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې د وسله والو پر وړاندې چاڼيز عملیات پای ته ورسېدل، خو لا هم په لرې پرتو سيمو کې عملیات روان دي.
بريتانيا د دې ترڅنګ چې وايي، هغه پنځه بريتانوي وګړي چې په افغانستان کې نيول شوي وو، راخوشي شوي دي؛ په دې برخه کې يې د افغانستان د حکومت هرکلی کړی دی.
د کابل امنيتي مسوولین وايي، په خواجه بغرا سيمه کې پر يوه کرولا موټر چاودنه شوې چې دوه تنه په کې وژل شوي دي.
د ازبکستان د ملي امنیت شورا سلاکار د افغانستان د کورنیو چارو له سرپرست وزير غوښتي چې د ترمذ- مزارشریف- کابل- پېښور د رېل پټلۍ د طرحې پلي کېدا لپاره د امنیت په ټینګښت کې ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایي چې تېر کال د حکومت له سقوط وروسته شاوخوا ۲۵۰ زره افغانان پاکستان ته کډوال شوي دي.
د ترهګرو ډلو د مالي ملاتړ د مخنیوي کاري ډلې يا ایف، اي، ټي، اېف ویلي چې پاکستان ټول شرایط بشپړ کړي، خو تر رسمي اعلانه پورې به یې نوم په خړ لېست کې پاتې وي.
د کاناډا حکومت وايي، هېواد ته یې ۳۱۳ تنه نور هغه افغانان تازه رسېدلي چې په افغانستان کې یې له کاناډايي ادارو سره همکاري درلوده.
د پښتنو د تاریخ مهم اثر «اسرار الافغان» – چې کال مخکې په دري ژبه چاپ شو – پښتو ژباړه يې د استاد محمد اصف صميم له خوا بشپړه شوې او نږدې راتلونکي کې به چاپ شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن