کابل (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۴): د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر وایي، رسنۍ مهم مسوولیت لري چې حقایق په روښانه ډول انعکاس کړي او نړۍوالو ته د افغانستان واقعي انځور وړاندې کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شیخ شېراحمد حقاني نن په کابل کې د سیاسي چارو شنونکو، خبریالانو او د رسنیو مسوولینو د فعالیتونو په ستاینغونډه کې وویل چې د نظام او اوسني امنیت ساتنه د ټولنې د هر فرد مسوولیت دی او د سیاسي چارو د شنونکو دریځ او د رسنیو فعالیتونه د جګړو په حالاتو کې د عامه پوهاوي او په ولسونو کې د سیاسي شعور په رامنځته کولو کې مهم ارزښت لري.

هغه زياته کړه چې د افغانستان د خلکو ګټې مشترکې دي او ساتنه يې د ټولو ګډ مسوولیت دی.

د نوموړي په خبره: "رسنۍ مسوولیت لري چې حقایق په روښانه ډول انعکاس کړي او د هېواد اصلي او واقعي انځور نړۍوالو ته ورسوي، د هېواد د خلکو ترمنځ هيڅ راز ژبنۍ، سمتي او قومي برتري نشته او په هېواد کې اتحاد او ورورولي حاکمه ده."

حقاني وویل: "مغرضې رسنۍ هڅې کوي چې د ناسمو او له حقیقته لرې خبرونو او راپورونو په خپرولو سره د عامو خلکو ذهنونه ګډوډ کړي؛ زموږ او ستاسو مسوولیت دیچې له دې کار څخه مخنیوی وکړو او عيني واقعيتونه خپاره کړو."

دغهراز، د یاد وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په دې ناسته کې وویل: "لکه څنګه چې د اسلامي امارت زړورو ځواکونو پر دښمن هدفمند او انتقامي بریدونه وکړل، رسنیو، خبریالانو او د سیاسي چارو فعالانو هم اوږه په اوږه د اسلامي امارت له دریځه ملاتړ وکړ او د عامه افکارو د بیدارولو هڅې يې وکړې، موږ او تاسو چې په هر ډګر کې مبارزه کوو، باید د اسلامي امارت پالیسي په پام کې ونیسو، څو اخلاقي نورمونه او اصول تر پښو لاندې نه شي."

همدارنګه د اسلامي امارت مرستیال ویاند مولوي حمدالله فطرت وویل: "د پاکستان پوځي رژیم د افغانستان حریم نقض کړ، چې له امله یې بېګناه هېوادوال زیانمن شول، رسنۍ د خلکو د رواني امنیت ساتونکي دي او په دې برخه کې یې خپله دنده په ښه توګه ترسره کړې ده، د رسنیو مسوولینو، خبریالانو او د سیاسي چارو فعالانو د «ردالظلم» عملیاتو پر مهال ښه فعالیتونه ترسره کړل."

د ياد وزارت خبرپاڼې له مخې، د جهادي اثارو د ساتنې عمومي ریاست اړوند د جهادي اثارو راټولولو او تنظیم رييس قاري عبدالستار سعید، د سیاسي چارو شنونکو په استازیتوب فضل منالله ممتاز او د خبریالانو په استازیتوب د طلوع نیوز ريیس فریدالله محمدي خبرې وکړې، ويې ويل چې رسنۍ باید د تېر په څېر په سختو ورځو کې د اسلامي نظام له نورو ادارو سره اوږه په اوږه ودریږي او خپل مسوولیت په ښه توګه ادا کړي؛ ځکه رسنۍ د نظام ستنې دي او د نظام ساتنه بې له رسنیو ناممکنه ده.