Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
ستره محکمه وایي، د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې څلورو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د ا.ا ویاند وایي، امنیتي ځواکونو په غور کې د داعش ډلې پر یوه پټنځای عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې دوه تن وژل شوي، ځینې یې ژوندي نیول شوي او دغې ډلې په غور، کابل او باميانو ولایتونو کې په يو لړ بریدونو کې لاس درلود.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست کونړ ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له مسوولینو او قومي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي چې خلک دې په زور نه، بلکې د فکر او پوهې له لارې د حق لور ته راوبلل شي.
د اسلامي امارت مشرتابه د ۲۱۷ عمري قولاردو له مسوولینو سره لیدنه کې هغوی ته په خطاب کې ویلي چې له اختلافاتو ډډه وکړي او پر يووالي او ورورولۍ منګولې ولګوي.
دفاع وزارت سپیناوی ورکړی چې د هوایي حریم ساتنې لپاره د تجهیزاتو پېرلو په اړه له روسي چارواکو سره تر اوسه هيڅ خبرې نه دي شوې او په دې اړه د دفاع وزارت د لوژستیک د رییس خبرې تحریف شوې دي.
افغانستان کې د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو درېیمه کالیزه د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې هم د ځانګړو غونډو او مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.
د کورنیو چارو وزارت وايي، تېره ورځ تورخم کې د افغان ځواکونو په متقابل برید کې د پاکستان دوې پوستې له منځه وړل شوي دي.
سيمهییز مسوولین وایي، په غور ولایت کې له شاوخوا څلور زره کورنیو سره د خوراکي توکو او په لوګر له دوه زره مالدارو کورنیو سره د شيدو راټولولو وسایلو مرسته وشوه.
د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې یو شمېر افغان کډوال وايي چې پولیس يې کورونو ته ورغلي او ډېر کسان یې له ځان سره بیولي دي.
د احصایې او معلوماتو اداره وایي، د لومړي ځل لپاره د کابل ښار د زړو مکروریانو د اسان خدمت په مرکز کې د بهرنیو چارو وزارت کونسلي خدمتونه پیل شول.
سیمهییز مسؤولین وایي، په ننګرهار کې له اووه زره راستنو شوو کورنیو سره نغدي او په لوګر کې له ۱۲۳۳ کورنیو سره د خوراکي توکي او په لغمان کې له لسګونو کورنیو سره د سویابین اصلاح شوي تخم مرسته وشوه.
ستره محکمه وايي، هرات کې پر یوې ښځې د تعزیري سزا حکم تطبیق شو.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن