د کابل د ځینو سیمو اوسېدونکي د برېښنا له پرچاوي شکایت کوي او له مسوولینو غواړي څو د دې ستونزې هواري لپاره اقدام وکړي.
د افغانستان د صرافانو سراسري شورا، نن اعلان وکړ چې صرافان د جواز اخیستو څرنګوالي په برخه کې د ستونزو تر حل کېدو پورې خپل دوکانونه بند ساتي او فعالیتونه دروي.
کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د چاودنو له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
. . .
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په ٢٤ ساعتونو کې يواځې د نيمروز ولايت له لارې ١٥٣٤ کډوال په زور او خپله خوښه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
په بامیان کې یوه سیمه ییز خبریال د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د یوې خیريه موسسې په همکارۍ بې وزلو ته د ګرمې ډوډۍ وېشلو کمپاین پیل کړی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې له یاد وزارته غوښتي چې له خبریالانو سره دې رغنده خبرې اترې ولري.
په کابل کې ديني عالمان وايي، له زده کړو د نجونو محرومول هيڅ شرعي او ديني اړخ نه لري او نجونې د اسلامي حجاب په مراعتولو سره زده کړې کولای شي.
اسوشيتد پريس د کابل د هوايي ډګر د مسوولینو له خوا لسګونو مېرمنو ته د محرم نه لرلو له امله بهر ته د تګ اجازې نه ورکولو خبر ورکوي، خو اریانا شرکت وايي چې د دوی په پروازونو کې د ښځو لپاره کومه ستونزه نشته او نه يې هم په دې اړه کوم مکتوب ترلاسه کړی دی.
د هیواد نامتو سندرغاړي فرهاد دريا د ازادۍ ايتلاف (The Liberty Coalition) له لوري د افغانستان د سوله ييز اړخ د ښودلو په موخه په سویس کې وطني سندرې وړاندې کړي.