د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې پرون په لومړي ځل د سوداګرۍ خونه فعاله شوه.
اروزګان کې د افغانۍ د ترویج کمېسیون مسوولین وايي، ۶۰ هټۍوال يې په کلدارو د راکړې ورکړې په تړاو نیولي او ۱۷۰ نورې هټۍ يې له همدې امله تړلې دي.
. . .
په اروزګان کې شپېته کسیزه وسلهواله قطعه جوړه شوې چې د مسوولینو په وینا، دنده یې د امارت د مشرتابه د فرمانونو تطبیق، د امنیت خوندیتوب او د خپلسریو مخنیوی دی.
د اروزګان په ولایتي روغتون کې په لومړي ځل د ډيجیټل ایکسرې څانګه فعاله شوه چې د ډاکټرانو په وینا، د ناروغیو په تشخیص کې به له دوی سره مرسته وکړي.
د اروزګان مرکز ترینکوټ اړوند د «سرخوم» او «ابردې» سیمو ترمنځ پر تېر شوي سیند د پله نشتوالي له امله خلک د وړو کښتیو په وسیله په ډېر کړاو یوې او بلې غاړې ته اوړي.
د اروزګان په پنځو ولسوالیو کې لس نوي روغتیايي مرکزونه پرانیستل شول چې لسګونه زره کسانو ته به پکې روغتیايي خدمات وړاندې شي.
د اروزګان پوهنتون استادان او محصلین وایي، دغه پوهنتون چې شاوخوا یوولس کاله مخکې تاسیس شوی، تر اوسه خپله ودانۍ نه لري چې له امله یې د پوهنتون تدریسي او اداري چارې له خنډ او ځنډ سره مخ دي.
په اروزګان کې یو شمېر معلولین وايي، د دغه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري یې نومونه له هغو لیستونو ایستل شوي چې له مخې یې، د دوی د معلولیت کچې ته په کتو میاشتني حقوق ورکول کېدل.
ترینکوټ (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۲): د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د اورښتونو له امله د یوه کور د خونې چت لوېدو پېښه کې یوه
ترینکوټ (پژواک، ۱ وری ۱۴۰۲): د اروزګان د دهراوود ولسوالۍ د «جونو» سیمې یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې ځايي مسوولینو له تېرې ورځې راهیسې
د اروزګان د دهراوود ولسوالۍ لسګونه اوسېدونکي- چې د اعتراض په توګه راټول شوي وو- ادعا کوي چې د کلونو ابادې ځمکې په زور ترې اخیستل کېږي خو ولایتي مسوولین اعتراضکوونکي غاصبان بولي او وايي، له کلونو راهیسې یې د بل قوم ځمکې لاندې کړې دي.