ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې د یوې خونې چت لوېدو له امله ۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

اروزګان کې د یوې خونې چت لوېدو له امله ۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
24 Mar 2023 - 14:31
اروزګان کې د یوې خونې چت لوېدو له امله ۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
24 Mar 2023 - 14:31

ترینکوټ (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۲): د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د اورښتونو له امله د یوه کور د خونې چت لوېدو پېښه کې یوه اته کلنه نجلۍ مړه شوې او دوه کسان ټپيان دي.

د ترینکوټ ښار د لومړۍ امنیتي حوزې امر مولوي دفاعي پژواک اژانس ته وویل، پېښه نن سهار شپږ بجې د دغه ښار اړوند په محبس کلا سیمه کې د حاجي دادمحمد په کور کې رامنځته شوې ده.

هغه وایي، د کور د یوې خونې چت لوېدو پېښه کې یوه اته کلنه نجلۍ مړه شوې، یوه ښځه او یوه بله نجلۍ ټپیانې شوې دي.

د دفاعي په وینا، یاده پېښه د دوامداره اورښت په پایله کې شوې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.