ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان د دهراوود یو شمېر اوسېدونکي وايي له خبرتیا پرته یې د کورونو نړول پیل شوي

د اروزګان د دهراوود یو شمېر اوسېدونکي وايي له خبرتیا پرته یې د کورونو نړول پیل شوي

author avatar
21 Mar 2023 - 15:16
د اروزګان د دهراوود یو شمېر اوسېدونکي وايي له خبرتیا پرته یې د کورونو نړول پیل شوي
author avatar
21 Mar 2023 - 15:16

ترینکوټ (پژواک، ۱ وری ۱۴۰۲): د اروزګان د دهراوود ولسوالۍ د «جونو» سیمې یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې ځايي مسوولینو له تېرې ورځې راهیسې له خبرتیا پرته د دوی د کورونو په نړولو پیل کړی خو مسوولین وايي دغو کسانو ته – چې پر دولتي ځمکه یې کورونه جوړ کړي- وار له مخه خبر ورکړل شوی و چې سیمه پرېږدي.

د دهراوود ولسوالۍ اړوند د جونو سیمې دښته چې کابو زر جریبه پراخوالی لري، له دوه سوه ډېر کورونه ورباندې اباد شوي دي.

د دغې سیمې لسګونه اوسېدونکي درې ورځې مخکې د اعتراض په توګه راټول شوي وو او ادعا یې کوله چې د کلونو ابادې ځمکې او کورونه په زور ورڅخه اخیستل کېږي خو اوس وايي چې له پرون راهیسې یې د کورونو نړول پیل شوي دي.

د جونو دښتې یوه اوسېدونکي محمدهاشم پژواک خبري اژانس ته وویل، همدا نن د ده په ګډون د شاوخوا لسو نورو کلیوالو کورونه د سیمه‌ییزو مسوولینو له لوري ونړول شول.

ده ادعا وکړه چې له پرون راهیسې دغې سیمې ته ډېر شمېر امنیتي او نور ځايي مسوولین له وسایلو سره ورغلي او د خلکو د کورونو په نړولو یې پیل کړی دی.

دی وايي، دا هر څه په داسې حال کې کېږي چې مخکې خلکو ته خبر نه و ورکړل شوی او ان ښځې او ماشومان هم په کورونو کې موجود دي.

د سیمې یوه بل اوسېدونکي چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم یاد شي پژواک ته وویل، د کورونو تر څنګ د هغوی شنه فصلونه او باغونه هم له منځه وړل کېږي.

ده ادعا وکړه چې دغه «ظلم» په داسې حال کې کېږي چې ډېر خلک د همدې سیمې د ملکیت اسناد په لاس کې لري.

د ده په خبره، د مسوولینو له لوري د کورونو نړولو په پیل شوې لړۍ کې تر دې مهاله میلیونونه افغانۍ زیان ور اوښتی او د کلونو خوارۍ یې چې د کورونو په جوړولو او د ځمکو په کرلو یې کړې وې، خاورې شوې.

نوموړي وویل، همدا یې ټول شته دي او بل ځای ان د سرپناه ځای هم نه لري، مسوولین باید پر دې چاره له سره غور وکړي.

خو ځايي مسوولین د دې تر څنګ چې یاد شوي خلک غاصبان بولي وايي، هغوی ته مخکې له مخکې خبر ورکړل شوی و چې سیمه پرېږدي.

د دهراوود ولسوالۍ امنیه قوماندان ملا بشیر پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغې ولسوالۍ اړوند د جونو سیمې دښته – چې کابو زر جریبه پرخوالی لري او لسګونه کورونه ورباندې اباد شوي- د درې ګونو محکمو د پرېکړو له مخې د دولت ملکیت ګڼل شوی دی.

هغه زیاته کړه، ولایتي ادارې دنده ور سپارلې وه څو د محکمو حکم عملي کړي، د سیمې اوسېدونکو ته یې خبر ورکړی و چې سیمه پرېږدي خو هغوی دا کار نه و کړی.

دی وايي: «له پرون راهیسې مو د سیمې د تخلیې چارې پیل کړې، شاوخوا ۲۰ کورونه – چې خلکو تخلیه کړي وو- او دغه راز یوه اندازه زراعتي ځمکې مو تخریب کړي دي، خو د شاوخوا ۳۰ کورونو سره مو داسې معاهده وکړه چې د روژې میاشت یې په خپلو کورونو کې پرېږدو خو له اختر وروسته به په خپله خوښه کورونه تخلیه کوي.»

د نوموړي په خبره، دا دښته په اصل کې دولتي ده چې کلونه مخکې خلکو لاندې کړې وه، کورونه یې ورباندې جوړ کړي  او فصلونه یې ورباندې کرلي وو.

د اروزګان د والي ویاند احسان الله حماس هم پژواک اژانس ته وویل، څه باندې دوه لسیزې چې یو شمېر کسانو د دهراوود ولسوالۍ اړوند د جونو دښتې شاوخوا ۱۰۰۰ جریبه ځمکه غصب او لاندې کړې وه.

هغه زیاتوي، د یادې ځمکې ملکیت د تثبیت لپاره اسلامي امارت ځانګړې محکمه جوړه کړې وه چې په پایله کې یې پرېکړه وشوه څو دغه ځمکه له غصبه خلاصه شي.

دی هم وايي، دغو خلکو ته مخکې له مخکې څو ځله ویل شوي وو چې سیمه تخلیه کړي.

د دغه ولایت ځايي مسوولین خبر ورکوي چې تر دې مهاله په اروزګان کې ۲۵ زره جریب ځمکه له غصبه راګرځول شوې او د زرګونه جریب نورې ځمکې د تثبیت چارې روانې دي چې وروسته به یې په اړه اقدام وشي.

Visits: 294

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.